د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو لوبغاړي ریدمن ساحه د هندوستان په کلکته کې د یو ځايي ټورنمنټ لوبه کې حیرانونکی ریکارډ جوړ کړ.
نوموړي د (JC Mukherjee Trophy) د جی سي مکرجي ټراپي په ټورنمنټ کې د یو ځايي کلب خلاف په سیالۍ کې لمړی په یو اور کې په ۶ بالونو مسلسل ۶ شپږیزې او ورپسې یې په ۲۰ بالونو لوبولو سره په حیرانونکي ډول د کرکټ تیز ترینه سلیزه ووهله.
د (India Sports) ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، هندي ریدمن ساحه د (موهن باګن) لوبډلې په ګټه د (بي ان ار ریکرییشن کلب) لوبډلې خلاف په سیالۍ کې دغه کارنامه وکړه.
د مکرجي ټراپي ټورنمنټ په دویم راونډ کې د (موهن باګن) او (بي ان ار ریکرییشن کلب) لوبډلو ترمنځ په ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ریکریشن کلب لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځیدو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۵۷ منډې جوړې کړې، چې په ځوابي لوبه کې د موهن باګن لوبډلې دغه هدف د ریدمن ساحه د چټکې سلیزې او سوبو مايي ډاس د ۴۳ منډو جوړلو سره د لوبې په ۷ اورونو کې ترلسه کړ.
ویکټ کیپر بیټسمین ریدمن ساحه چې تر اوسه پورې د هندۍ لوبډلې لپاره په هیڅ کومه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې نه دی لوبیدلی، په خپلو خبرو کې یې رسنیو ته ویلي دي، اوس هیله من دی، چې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ټیسټ او او ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو وروسته په ۲۰ اوریزه لوبو کې هم ولوبیږي.
نوموړی له دې وړاندې د هندوستان د کرکټ غوره لیګ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه سیالیو کې د پنجاب لوبډلې لپاره هم لوبیدلی دی، چې پکې په سلیزه جوړلو هم بریالی شوی دی.