تیره ورځ د کانکور نتایج اعلان سول، په زرګونو کسان دولتي لوړو او نیمه لوړو زده کړو بریالي سوي، ورته مبارکې وایم، خو په زرګونه کسان ممکن هغه رشته چې ددوی انتخاب وه، نه دي توانیدیلي، او یا بیخي نه وي بریالي سوي، ندي خفه کیږي.
که څه هم پنځه کاله مخکې زه کانکور کې په لوړه نمره هغه پوهنځي ته ولاړم چې علاقه مې ورسره وه، نور پوهنځې مې هیځ انتخاب نکړ، که زه هغې پوهنځي ته بریالی سوی نه وای، نو بیا به مې په شخصې ډول دا رشته ویله.
خو ددي لپاره چې زه دې رشتې ته بریالی سوم، نو ما د کانکور اماده ګي په یوولسم ټولګې کې وویله، په دوولسم کې مې د دوهم ځل لپاره بیا وویله. هغه وخت د ښوونځې په ډیری ټولګیو کې اولنمره وم، کاش نه وای.
زه مجبور وم له اووم څخه تر دوولسم ټولګې پورې ټول کتابونه تر کانکور پورې څو ځلې ووایم، تاریخ او څو نورو کتابونو سره چې زما علاقه نه وه، یوازې د یوولسم او لسم ټولګي تاریخ ما تر کانکور پورې تر ۱۱ ځلې ډیر لوستي ول، زه مجبور وم ټول کتابونه ډیر دقیق ولولم. په داسې حال کې چې زما علاقه له داسې رشتې سره وه چې د ښوونځې ډیرو کمو کتابونو ورسره تړاوو درلود.
له مجبوریت ما ټول کتابونه دومره دقیق لوستل چې چا به پوښتنه رانه وکړه ما د ځواب تر څنګ د هغه پاڼه او څپرکی هم ورته ښودل، کاش نه وای ځکه دا ټول روانی فشار و، نه سمه مطالعه او لیاقت.
بلاخره کانکور رانژدې سو، له ما نه د کورنۍ غوښتنه دا وه چې زه باید طب ووایم، خو ما ورته وویل زه له طب سره علاقه نلرم او دوهم دلیل یې داده چې طب اووه کاله دی، څلور یا پنځه کاله یې تخصص دی، بې له تخصص څخه فکر نه کوم دا مسولیت مناسب وي، او یو دوه کاله زه، مریض او معاینه خانه نه سو سره پیدا کولاي، نو دومره وخت حوصله نلرم. او بل زه له ټکنالوژي سره علاقه لرم او په دیارلس کاله کې ډیر څه کولاي سم.
ما په کانکور کې هغه څه انتخاب کړل چې علاقه مې ورسره درلوده، ور کامیاب سوم، ټول ویل چې زه بریالی زده کوونکی وم، ځکه زما د ښوونځي د نمبرو اوسط ۹۷٪ و، او په کانکور کې هغه څه ته ولاړم چې ما غوښتل، خو اصلاُ زه ناکام وم، زه ډیر ځوریدلی وم، بلا رواني فشارونه مې زغملی وو، یوازې په دوه کلونو کې دوه اخترونه مې دوه دوه ورځې تفریح وکړه. ما سره ویره وه چې باید په کانکور کې بریالی سم، نو مې ټول خوښ او ناخوښ کاپی پیست او یادول. کله چې زه پوهنتون ته ولاړم، نور مې ځان سره مې وویل چې دا ځل به نمرو ته درس نه وایم ځان ته به یې وایم.
ما لیسانس هغه ډول وویل چې مې غوښتل، ډیر څه مې زده کړل، له پوهنتون څخه نه بلکې له خپل پلان څخه او علاقې څخه.
ما هيح کله هم ټول وخت پوهتنون ته ورنکړ، بهر مې کورسونه ولوستل، انلاین مې زده کړي وکړي، له بریالیږ کسانو سره مې ناسته ولاړه درلوده، هغه څه په لټه کې وم چې سبا زه په کاري مارکيټ کې ورسره مخ کیږم، ځکه زه پوهیدم چې د افغانستان د پوهنتونونو کریکولم د کارې مارکیټ ۴۰٪ اړتیاوې نه سي پوره کولاي، له هیواد بهر د افغاني پوهنتونونو په ډیپلوم څوک فوټبال هم نه کوي، دنده نه درکوي، تر څو خپله ورسره کوشش ونه کړي، زه باید هغه څه زده کړم چې زما ژوند بدل کړي، نوي څه باید ولولم…
زه فارغ سوم خو په اولنمره ګۍ نه بلکې په متوسط نمرو چې له سره مې ځانته خوښې کړې وې، خو تر فارغیدو مخکې ما ځان ته کارآفریني کړي وه، ګټورې اړیکې مې جوړې کړې وې، هیڅ دندې ته مې اړتیا نه درلوده، زما ډیری ټولګیوال له فارغیدو وروسته په دندو پسې ګرځي، خو اوس هم ډیری بې دندې دی، دوی له پوهنتون څخه ډیپلوم ددي لپاره زر واخیست چې چیرته دندې ته اپلای وکړي، درې ځل دولتي دندې کولو غوښتنه رانه وسوه، ورته ومې ویل چې نسم کولای، غواړم خپله کمپنۍ مخته یوسم. ما تر اوسه جوړ ډیپلوم د پوهځني له ادارې نه دي راخیستی، ځکه اړتیا یې نسته، پنخه کاله مخکې مې شهادت نامه اخیستې، د ځینو کورسونو سند لرم تر ننه چا پوښتنه ونه کړه چې ته له ښوونځي فارغ یې کنه، که پوښتنه څوک کوي وای ، وای څه دي زده دي کنه.
ما ډیری کسان ولیدل چې کلونه پخوا له پوهنتون څخه فارغ سوي، حتا ماسټرۍ لري، تراوسه کومه لاس راوړنه نه لري، یوازې یوه عادي دنده مخته وړي او بس.
ریچارډ برانسون پوهنتون ونه لوست، خو ویرجن ګروپ یې جوړکړ. بیل کیټس له حقوقو څخه څخه ډراپ سو، مایکروسافټ کمپنۍ یې جوړه کړه. مازوکربورګ پوهنتون نه ډراپ سو، فیسبوک یې جوړ کړ. سټیو جابز له پوهنتون نه ډراپ سو، اپل کمپنۍ یې جوړه کړه. جک ما ناکام سو، علې بابا کمپنۍ جوړه کړه. او داسې نور په زرګونه کسان، که ما هغه دومره بې ځایه زحمتونو په ځای، په هغه څه کې بوخت واي چې علاقه مې ورسره درلوده ممکن اوس ما ډیر څه کړي وای.
دا پورته کسان چې ما یې یادونه وکړه دوی له پوهنتون نه ډراپ سول، یا ناکام وو خو وروسته ډیر بریالی سول، بیا یې څو څو افتخارې دوکتوراوې له هغه پوهنتونونو څخه ترلاسه کړي چې دوي یې ناکام کړي ول، ولې دوی یوه هم سند ته ارزښت نه ورکاوه، بلکې وړتیا او نوښت ورته ارزښت ورکول.
زه په دې باور یم څومره چې یو کس ډیر علوم (لیسانس، ماسټرې، دکتورا) لولي همدومره محافظه کار کیږي، او له ماجراجویې څخه لویږي. محافظه کار خلک ډیر نوښتګر نه وي.
تاسو به ډیر کم خلک پیدا کړئ چې دوی دې دوکتوراوې ولري او ډیر اختراعات او نوښتونه دي کړي وي، ځکه تراوسه هغو کسانو ډیر نوښتونه او اختراعات کړي چې یو څه سره پوره علاقه درلوده، لکه آډیسون، انشتاین، نیوټن، سټیو جابز، ریچارد براسون، آلان ماسک،زوکزبورګ،سټیو وازنیاک،….
دیته ورته کسانو ډیره مطالعه او تجربه درلوده، نه ډیر سندونه. ډیره مطالعې او تجربې تر تش په نوم سندونه څخه سل ځلې بهتره دي.
نو کانکور یو فرصت دی چې تاسو د خپلې خوښې رشتې ته لار ومومئ، که مو د خوښې رشتي ته لار نه وي موندلي ژوند اوږد دی، د زده کړو په ډګر کې یو کال ډیر کم وخت دی، که تاسو داسې رشتې ته ولاړ شئ چې علاقه نه ورسره لري، ممکن وروسته په کلونو بې کاره له مشکلات ډک وخت تیر کړئ.