
ليکنه: صابر حميدي.
د مسئولینو په خبره پرون شنبه د افغانستان فوټبال فدارسیون په لوبغالي کي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل سو، چي د هیواد د ۴ ولایتونو څخه پکښي لوبډلو ګډون کړی.
د افغانستان فوټبال فدراسیون کي د ښځینه فوټبالرانو د کمېټې مسئولي ارزو رحیمي وویل، چي په دې سیالیو کي د کابل، هرات، بلخ او بامیان ولایتونو څخه ښځينه وو منتخبو لوبډلو ګډون کړی.
د رحیمي په خبره، چي د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښځینه وو په برخه کي د لوبو جوړولو ته ژمن دئ او راتلونکي کي به یو بل ټورنمنټ هم کابل کي د ښځو ترمنځ په لاره واچول سي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کي پرون د بلخ منتخبه ښځينه لوبډله د کابل په وړاندي ولوبېده.
یاده لوبه ۲ ګولونه پر ۱ د کابل لوبډلي وګټله.
نن یکشنبه بیا بامیان او هرات ښځینه فوټبال لوبډلي یو د بل په وړاندي لوبیږي.
د یادولو وړ ده، چي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال دا لوبي ۷ ورځي دوام کوي.