په څو شیبو کې د افغانستان او ایرلینډ برخلیک ټاکونکي سیالي پیلیږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 په زیمبابوې کې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د کرکټ غوراوي جام لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې خلاف بخت ازمايي.
 د دواړو لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ برخلیک ټاکونکې لوبه د افغانستان پر وخت د ورځې په ۱۲ بجو سره پیل کیږي، چې ورته میلونونه افغان او ایرلینډي کرکټ مینه وال په تمه دي.
په سیالۍ کې چې هره لوبډله بریا خپلوي، نو د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو او هم د همدې غواروي جام پای لوبې ته رسیږي.

 د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون په انګلستان کې ترسره کیږي، چې پکې ۸ د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې (اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، جنوبي افریقا، انګلستان، نیوزیلینډ، بنګله دیش) لا د وړاندې مستقیمآ په دغه جام کې شاملې دي، خو د یو سخت پړاو څخه د تیرویدو وروسته پکې ویسټ انډیز هم نړیوال جام ته رسیدلی او افغانستان د ایرلینډ سره یو ځای ورته په انتطار کې دی.