ژباړه: محمد عزيز پردېس
هغوی ميلياردران دي، خو داسې ميليادران چې په خپلو هڅو دې مقام ته رسېدلي دي او هېڅ يو يې هم له کورنۍ شتمن نه دي پاتې شوي. غوره مفکورو، سخت کار، هوش او کله هم نبوغ؛ دوی د نړۍ د لويو شتمنو په کتار کې راوستل. هغوی اوس تاسو سره د خپلو برياليتوبو رازونه شريکوي، چې څنګه او په څه ډول دې ځای ته رسېدلي دي.
د خودساخته ميلياردرانو يو ګډ خصلت دا دی چې د خپلو عقايدو او نظرياتو په بيانولو هېڅکله هم نه شرمېږي. په همدې اساس تاسو کولی شئ چې د هغوی د فعالو اذهانو او نوښتيزو نظرياتو څخه ګټه پورته کړئ او حتی د هغوی څخه مرسته وغواړئ؛ ترڅو شتمن شئ يا هم د مشرۍ پاور مو ډېر کړئ او يا هم بريالي شئ. ښه، طبيعي ده چې، دا ميلياردران به تاسو ته دا نه وايي چې تاسو د خپل موټر د تېلو په لګښت کې د مياشتې ۱۰ ډالره سپما وکړئ، يا د اضافي ګروپونو په ګُل کولو سره کولی شئ چې سپما وکړئ، طبيعي ده چې د مسايلو په اړه د هغوی لارښوونې به ټوليزې او کلي وي. د بېلګې په ډول: څنګه کولی شئ چې په کار کې مو بريالي شئ؟ څنګه کولی شئ چې په خپل مسلک کې پرمختګ وکړئ؟ او همداسې ورته مسايل…
د دې اشخاصو د نظرياتو مطالعه کول، کولی شي چې تاسو ته زاړه راښکونکی ليدلوری درکړي او په ژوندانه کې مو ژور بدلون رامنځ ته شي.
– وارن بانټ
( خپل ځان مو کشف کړئ )
ويل کېږي چې دا سړی د نړۍ په تاريخ کې ترټول بريالی پانګه وال او شتمن دی، داسې وړاندوينه کېږي چې د نوموړي ټوله شتمني په هرو څلورو کلونو کې يو ځل دوه برابره کېږي او يو بريالی ويناوال هم دی. هغه په خپلو خبرو کې د خپل برياليتوب او پرمختګ په اړه جالبو او زړه راښکونکو ټکو ته اشاره کوي. هغه يو ځلې په يوې ټلويزوني خپرونې کې داسې وويل: ( که وغواړم ټولو خلکو ته په ټوليز ډول يوه لارښوونه وکړم، هغه به دا وي: په خپلو وړتياوو پانګه اچونه وکړئ، خپل استعدادونه کشف کړئ او هغو ته ارزښت قايل شئ؛ ځکه وړتيا داسې يوه څه ده چې هېڅوک يې نشي کولی له تاسو څخه يې وتښتوي يا يې پټه کړي… په دې ډاډه واوسئ، که تاسو خپلې وړتياوې کشف کړئ او په منظم ډول او د پلان مطابق يې وکاروئ؛ نو هرو مرو او په چورلټ ډول به يو بريالی انسان ياست.)
په يوې بلې مرکې کې ښاغلي وارن بانټ، د نه پوروړي توب ( نه قرضدارۍ ) په هکله غږېدلی دی. هغه د ياهونيوز سره په وينا کې داسې وويل: په معمول ډول، هر انسان چې پوروړی يا هم د قسط تحويلولو ته اړ نه وي؛ نو د هغه انسان په پرتله به خوښ وي چې قرضداره يا قسط تحويلوونکی دی. بايد په اقتصادي ژوند کې مو لومړۍ موخه، د پورونو تحويلول وي. ترټولو مهم ټکی چې کولی شي ستاسو په ژوندانه کې اقتصادي ثبات رامنځ ته کړي؛ هغه دا ده چې بايد هېڅ قرض وانخلئ، په ځانګړي توګه هغه پورونه چې درانه وي. شايد وړې قرضې له تاسو سره د ژوند د چارو په مخکې تګ کې تر يوبريده مرسته وکړي، خو درانه پورونه په راتلونکې کې تاسو د لويو ستونزو سره مخامخولی شي. دا زما توصيه ده، هېڅکله قرض مه اخلئ ).
– چارلي مانګر
( په اقتصاد کې د برياليتوب درې قانونه )
چارلي مانګر د وارن بافټ سوداګريز شريک دی چې دمګړی د نړۍ په کچه د نوموتو شتمنو کسانو به ډله کې راځي او په خپلواک ډول پانګه اچونه کوي. د هغه ( بېجاره چارلي ) کتاب ډېر شهرت لري او ګټورې کسبي او مسلکي لارښوونې پکې شوې دي: زه د خپل ځان لپاره درې قوانین لرم، د برياليتوب درې قانونه؛ شايد ونشئ کولی چې درې واړه په يوه وخت عملي کړئ، خو هڅه يې وکړئ. دا درې قانونه په لاندې ډول دي:
هېڅکله، هغه څه چې د ځان لپاره اخلئ؛ په بل چا يې مه خرڅوئ.
هېڅکله د هغه چا لپاره کار مه کوئ، چې احترام ورته نه لرئ او ستاينه يې نه کوئ.
يوازې د هغو کسانو سره کار وکړئ، چې د هغو سره په کارکولو کې خوند اخلئ.
دې خودساخته ( پخپله رسېدلی ) ميلياردر چې شتمنۍ ته د رسېدو لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي، د ژوند په اړه هم ځينې لارښوونې لري: ( هره ورځ چې له خوبه پاڅېږئ، نو هڅه وکړئ چې د پخوا په پرتله ښه واوسئ او هڅه وکړئ چې ښه انسان واوسئ. خپلو دندو ته متوجه شئ او تمرکز پرې وکړئ، هڅه وکړئ چې ګام پر ګام مخکې ولاړ شئ، اړينه نه ده چې ډېر په چټکۍ سره مخ ته ولاړ شئ، ورو ورو او په حوصلې سه مخ ته ولاړ شئ ). زما وروستۍ توصيه به دا وي چې: ( ترټولو مهمه خبره دا ده چې د بدلون سره ژوند وکړئ او همدا مو عادت وګرځوئ. که تمه وی چې نړۍ بدلون ونه مومي نو زه به تراوسه يو عادي کارکوونکی وم او لږې پيسې به مې درلودې ).
– ډونالډ ټرمپ
( هېڅکله مه قانع کېږئ )
ډونالد ټرامپ هغه نوموتی شتمن چې خپله شتمني يې په املاکو او زمکو کې د پانګه اچونې څخه لاس ته راوړې ده او په رسنيو يې پانګه اچونه کړې ده. دی اوس د امریکا ولسمشر دی. هغه د يوې مصاحبې په ترڅ کې د خپلو برياليتوبونو د رازونو په هکله داسې وويل: ( تاسو بايد خپل ځان ته موخه ولرئ، هرې موخې ته چې رسېدئ، بايد خوشحاله واوسئ، خو ترټولو مهم ټکی دا دی چې قناعت مه کوئ، بايد خپل حرکت ته دوام ورکړئ او قانع نشئ). د ډونالډ ټرمپ په وينا، د مثبت فکر درلودل مهم دي، خو د برياليتوب لپاره بايد ناکامۍ، شاتګ او ماتې هم تجربه کړئ او د هغو سره بلد شئ. ( تل بايد د ماتو او ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړئ او ورته چمتو واوسئ، تل بايد حاضر واوسئ ).
او د ډونالډ ټرمپ وروستۍ لارښوونه: ( ښه ده چې تل يوه الګو او يو مشاور ولرئ. کله چې الګو ولرئ، نو کولی شئ چې په اسانۍ سره مخ ته ولاړ شئ، يوه الګو تاسو ته د مخکې تګ لپاره انرژي درکوي او د ستونزو په حل کې درسره مرسته کوي).
– برني الکسټون
( اور مړ کړئ )
برني الکسټون يو عجيب او جالب ميلياردر دی، هغه د اقتصاد په مختلفو برخو کې ونډه اخېستې، خو د خپلې شتمنۍ ډېره برخه يې په خپلې مينې ( د فورمول يو موټرځغلونې سيالۍ ) لګولې ده. الکسټون چې دمګړی د نړۍ د فورمول يو د موټرځغلونې مدير دی، وايي؛ په ټول ژوند کې مې د خپل ځان لپاره د برياليتوب يو فورمول ټاکلی دی : ( اور ګل کول ). دا بريالی ميلياردر د خپلې وينا د توضيح په برخه کې داسې وايي: ( زما د ژوند د برياليتوب راز ډېر ساده دی. ما د خپل کار سره بې کچې مينه لرله او تل مې غوښتل چې خپل کار کې بوخت واوسم، کله چې يو کار سره بې حده مينه ولرې؛ نو حتما پکې بريالی کېږې … خو که زه مې د ژوند ټوله کړنلاره تاسو ته بيان کړم، بايد ووايم چې، ما د اورمړو يا اورګلوونکو په څېر ژوند کړی دی. اور ګلوونکی سهار په دې نيت پيلوي چې نن يو اور ګل کړي، زه هم هره ورځ په همغه فکر پاڅېدم او ويل به مې چې نن بايد يو اور ګل کړم او يا څنګه کولی شم چې پرې برلاسی شم. زما په ژوند کې هېڅ داسې يوه ورځ نه ده راغلې چې ما دې په هغې کې د يوې مسئلې د حل په اړه فکر نه وي کړی. که څه هم اور ( ستونزه ) به دومره لويه وه چې په يوازې ځان به مې نشوی کولی چې پرې برلاسی شم، خو د نورو څخه به مې مرسته غوښته، البته د هغه کسانو څخه به مې مرسته غوښته چې ما پرې باور درلود ). د برني الکسټون وروستۍ لارښوونه په دې ډول ده: ( تل رښتيني واوسئ، تل وفاداره واوسئ، تل مسوليت منونکي واوسئ، که يوه دنده مو پر غاړه واخېسته يا هم که کوم تړون مو لاسليک کړ؛ نو تر پايه پورې ورته ژمن پاتې شئ ).
– بل ګېټس
( يو ميليارده ډالر د يو برګر سره مساوي دي )
دا سړی په يوويشتمه پېړۍ کې د شتمنو کسانو الګو بلل کېږي. هغه د مايکروسافت کمپنۍ بنسټ ايښودونکی او د نړۍ په کچه نوموتی او لوی بډای دی.
نوموړي واشنګټن پوهنتون کې د خپلې يوې وينا په ترڅ کې داسې وويل: ( په واقيعت سره ما چې کله کوم کار پيلوه نو په دې اړه به مې ورته فکر نه کاوه چې زه دې يوه ورځ شتمن شم، دا خبره خو مې په چورلټ ډول ذهن کې هم نه راتله چې زه دې د نړۍ د شتمنو کسانو په کتار کې راشم… ډېر شمېر کسان چې په ښه ډول يو کار ترسره کوي، نو داسې مرحلو او څيزونو ته رسېږي، چې په پيل کې يې په دې اړه فکر هم نه وي کړی… ډاډه اوسئ، ترټولو مهمه مسئله دا ده، هغه کار چې غواړئ ترسره يې کړئ، مينه ورسره ولرئ او په خپل ځان باور ولرئ ).
بېل ګېټس د پييل مجلې سره په يوې مصاحبې کې داسې وويل: ( د ژوندانه ترټولو مهمه پېښه دا ده، هغه کار چې غواړئ ترسره يې کړئ؛ بايد مينه ورسره ولرئ، کله چې تاسو هغه کار ترسره کوئ چې پرې مئین ياست؛ نو تاسو به پکې داسې خوند احساس کړئ، چې په شتمنتوب کې به يې هم تجربه نه کړئ. البته په بشپړ ډول په دې پوهېږم چې د ټولو انسانانو موخه به شتمن کېدل او د ميلونونو ډالرو لاس ته راوړل وي، په چورلټ ډول شتمني، انسان ته خپلواکي او پاور وربخښي چې دا د هرچا لپاره خوندور بريښي، خو رښتيا بايد ووايم، کله چې شتمنۍ ته ورسېدئ، نو وبه ګورئ چې د يو برګر سره هېڅ توپير نه لري ).
دې افسانوي شتمن چې البته ډېرې پيسې يې په خيريه کارونو هم لګولي دي، ډېر ځلې يې داسې ويلي دي چې: شتمني مخکې له دې چې لاس ته يې راوړئ، زړه راښکونکې ده، خو په حقيقت کې وروسته بيا دومره خوندور نه دی ).
– سټيو جابز
( خپل دننه غږ ته غوږ ونيسئ )
جابز د اپل شرکت بنسټ ايښودونکی دی، نوموړي ته د ( ډيجيټالي مغز ) لقب ورکړل شوی دی. جابز د نړۍ له اغېزلرونکو شتمنو کسانو څخه و. جابز به تل هغو کسانو ته چې له نوموړي څخه به يې د نصيحت غوښتنه کوله؛ داسې ويل: ( خپلو هيلو پسې ولاړ شئ، هيلې مو چې څومره لويې وي؛ کولی شئ چې ورته ورسېږئ ). سټيو جابز يو ځلې د سي ان ان سره په خبرو کې داسې ويلي وو: ( ستاسو وخت کم دی، نو هڅه وکړئ چې د نورو د فکر په خوښه په ژوند کولو يې ضايع نه کړئ، مه پرېږدئ چې قوانين او رواجونه ستاسو په اړه پرېکړه وکړي، د نورو د فکر په اساس ژوند مه کوئ. خپل ژوند ته ارزښت ورکړئ. بايد هر هغه څه ته ارزښت قايل شئ چې ستاسو دننه حس او زړه يې تاسو ته وايي. ستاسو دننه حس، ستاسو د عقل څخه وړاندې په دې پوهېږي چې تاسو څه غواړئ او څه بايد وکړئ. خپل دننه غږ ته لومړيتوب ورکړئ ). جابز به تل ويل، هيله يې دا ده چې د کهکشان يوه فعاله ذره واوسي. په دې بايد پوه شو چې ښايي دا يوه لويه هيله ونه اوسي، خو کله چې همدا خبره يو لوی سړی کوي؛ بايد دقت ورته وشي.
– مارک زوکربرګ
( چټک واوسئ، ډېر چټک )
د عجيبې او بريالۍ پروژې ( فېسبوک ) ځوان بنسټ ايښودونکی، چې د نړۍ ميلياردرانو څخه هم دی. هغه او ملګرو يې په بوستون کې يو کوچنی سايټ رامنځ ته کړ او هېڅکله يې دا فکر نه کاوه چې د دوی کوچنی سايټ دې يوه ورځ په ټوله مجازي نړۍ کې لوی بدلون رامنځ ته کړي. هغه تر دې دمه ډېر ځوان دی او د هغه کمې تجربې ته په کتو، شايد د لارښوونو د وړاندې کولو لپاره مناسبه الګو ونه اوسي، خو دا جالب، ځوان او ډېر بريالی انسان ډېرې جالبې خبرې تاسو ته لري: ( هغه څه چې غواړم نورو او په ځانګړي ډول ځوانانو ته يې ووايم، دا دي؛ بايد چټک حرکت وکړئ، ډېر چټک، خطر ومنئ او ځای غوښتونکي ( جاه طلبه ) واوسئ، هڅه وکړئ چې لوی ګامونه واخلئ، د لويو کارونو د ترسره کولو څخه مه وېرېږئ. د يو کار د ترسره کولو لپاره هڅې کول، که هغه هرڅومره لوی کار هم وي؛ له دې به غوره وي چې بېکاره پاتې شئ. دې ميلياردر چې نږدې وختونو کې يې واده وکړ، د ويريجينيا په پوهنتون کې يې د يوې وينا په ترڅ کې داسې وويل: ( د نويو تجربو څخه مه وېرېږئ، هېڅکله د ژوند د بدلون او د نويو موخو د پيدا کولو لپاره ناوخته نه ده ).
– جف بزوس
( نه سخت واوسئ او نه نرم )
د امازون سايټ د نړۍ له مشهورو سايټونو څخه دی او دا طبيعي ده چې دا سايټ د نړۍ د لوړه بيه لرونکو سايټونو يوه برخه شمېرل کېږي. د امازون سايټ په لومړيو کې د کتابونو او مجلو د پېرودلو لپاره اوډون شوی و، خو اوسمهال د انلاين نړۍ ترټولو لوی سوداګريز سايټ دی. جف بزوس د نوموړي سايټ له دوو بنسټ ايښودونکو څخه يو دی، چې د نيويورکر مجلې سره يې په خبرو کې داسې وويل: ( ډېری خلک په دې عقيده دي چې بايد په شېبه او لحظه کې ژوند وکړي، خو زه له دې ډلې کسانو څخه نه يم.
زما ليدلوری او نظر دا دی چې، د راتلونکې د ارزښت په اړه، څه کې نن وي او که راتلونکی وي؛ بايد په اړه يې فکر وکړو او هڅه بايد وکړو چې د دې وختونو په قدر پوه شو او داسې برنامه بايد جوړه کړو چې په راتلونکې کې ترې راضي واوسو. تل مې هڅه کړې چې داسې برنامه جوړه کړم ترڅو وشم کولی ترې راضي واوسم. د دې کړنلارې په کارولو سره تل بريالی يم.
جالبه ده، چې دا د سافټوير متخصص او بريالی سوداګر په ارواه پوهنه کې هم جالب مالومات لري: ( د برياليتوب لپاره باید هم سخت واوسې او هم نرم، که له حده زيات نرم واوسې، د هرې ستونزې سره به ماته خورې او درېږې به او وبه نشې کړی چې د سختيو سره مبارزه وکړې. که نرم هم ونه اوسې نو د هرې مسئلې پر وړاندې، چې د حل لاره يې درسره نه وي؛ اړ يې چې خپل سر په دېوال ووهې او د حل لارې په اړه هېڅ فکر ونه کړې ).
– جېمز ډايسون
( ماتې د برياليتوبونو په پرتله ښې دي )
هغه ميلياردر چې د داسې يوې زړه راښکونکې جارو د جوړولو مفکوره يې ذهن ته راغله چې پرته د کثافت دانۍ ( زباله دانۍ ) څخه کار کوي او د ډايسون شرکت خاوند، دمګړی په اقتصادي ډګر کې د نوښتيز مغز لرونکو له ډلې څخه دی. دا به تاسو ته ډېره جالبه وي چې نوموړي په خپلو ډېرو مصاحبو کې د برياليتوبونو په پرتله، په ماتو ډېر غږېدلی دی. البته دا يو دليل لري، نوموړی وايي ( لويه زده کړه چې له ژوند څخه اخېستل کېږي، د ماتې او ناکامۍ څخه تجربه اخېستل او درس زده کول دي ).
مونږ ټول انسانان تېروتنې کوو، خو مهمه خبره دا ده چې له دې ماتو څخه يوڅه زده کړو او هرې تېروتنې څخه درس واخلو او هڅه وکړو چې هرې ماتې څخه په درس اخېستلو، پرمختګ وکړو ).
شايد فکر وکړئ چې دا يو شعار دی، خو په دې بايد پوه شو چې ډايسون او څېړنيز ټيم يې ۵۱۲۶ ځلې د داسې جارو په جوړلو کې پاتې راغلل، هغوی ډېر ځلې د ماتې سره مخامخ شول خو بلاخره په ۵۱۲۷ ځلې يې ازمېښت بريالی شو او جالب څه يې رامنخ ته کړل. جيمز ډايسون وايي: ( مهمه دا ده چې ماتې بايد تاسو ونه دروي، دا مهمه ده چې د خپل کار د ترسره کولو په سموالي بايد تاسو باور ولرئ او بايد ناهيلي نه شئ. هره ماته کولی شي چې تاسو ته دا دروښيي، چې په کومه برخه کې مو ستونزه لرله، چې د هغو حلولو سره برياليتوب ته رسېدی شئ ).
– مګ ولش
( څنګه کولی شئ يو بريالی مدير واوسئ )
ښايي د دې ميلياردر نوم به مو نه وي اورېدلی، خو د هغه د شرکت نوم سره به اشنا ياست،
( جنرال الکتريک ) دمګړی د نړۍ يو سوداګريز – صنعتي لوی شرکت دی. دا سمه ده چې ولش يو څو کاله وړاندې تقاعد شو، خو همدی و چې ( جنرال الکتريک ) يې په يو لوی سوداګريز شرکت بدل کړ، ولش دمګړی يو ميلياردر بلل کېږي چې اوس هم د شرکت مديران ترې مشورې اخلي.
په وروستيو کلونو کې يې څو څو ځلې د هغو کسانو لپاره چې غواړي نوموړی د خپل ژوند الګو وګرځوي، د خپلو برياليتوبو نو رازونه بيان کړي دي. جالبه دا ده چې نوموړي په خپلو ټولو مصاحبو کې هڅه کړې ده چې خپلې خبرې او لارښوونې په ۲ بېلابېلو برخو کې تشرېح کړي: ( د نويو ګومارل شويو کارکوونکو او اشخاصو لپاره او د مديرانو لپاره ). ولش، د هغو کارکوونکو لپاره چې په کاري ساحه کې ستونزې لري، دا حل لاره وړاندې کوي:
( ممکنه ده هغوی په اسانۍ سره خپل مشران د دې مسول وګڼي، خو په رښتيا هم دا قضاوت سم دی، بده به نه وي چې يوځلې په هنداره کې وګورئ او په رښتيني ډول خپل ځان سره خبرې وکړئ: چې ستونزه ستاسو ده که يا ستاسو د مدير؟
کومې تېروتنې له تاسو څخه شوي دي او مدير مو کومې تېروتنې کړي دي؟ که وروسته له ټولو ارزونو څخ مو با هم دا احساس وکړ چې رئيس او مدير مو د ستونزو اصلي لامل دی او تاسو په کاري ساحه کې قرباني ياست؛ نو دا وضيعت بايد دوام ونه مومي، هېڅکله بايد يو نفر د قربانۍ په چوکاټ کې پاتې نشي، بايد خپله خپلواکي ترلاسه کړئ او حتی که لازمه وي، خپله لاره مو له نوي مسير څخه پيل کړئ او حتی د صفر څخه يې بيا پيل کړئ).
خو هغه څوک چې ۱۵ کاله د نړۍ په کچه يو لوی شرکت يې اداره کړ، نورو مديرانو ته هم وړانديزونه لري: ( يو بريالي مدير هغه دی چې د نورو د برياليتوبونو څخه خوند واخلي، کله چې تاسو مدير يا رئيس واوسئ، بايد يو ليډر واوسئ ترڅو بريالي شئ او بريالی ليډر هغه څوک دی چې په دې پوه شي چې د برياليتوبونو مجموعه يې د خپل برياليتوب څخه ډېر مهمه ده ).
دا بريالی او تجربه لرونکی مدير وايي چې بريالي مديران بايد دا کړنلاره په نظر کې ولري:
( زه بايد د هر يوه کارکوونکي په اړه مالومات ولرم، بايد هغوی ته ووايم، چې ولې زما په جمع کې ياست او ولې د هغوی سره مينه لرم او ولې غواړم ترڅو بريالي او ښه واوسي. که يو د مدير دغه ډول اړيکه له خپلو کارکوونکو سره ونه لري، نو نشو کولی چې هغه يو بريالی مدير وګڼو ).