کله چې د پښتو ادبياتو په خوند او ارزښت خبره کيږي لنډۍ يې په سر کې وي، او په لنډيو کې لويه برخه ښځو اخيستې.
په دې اساس ويلی شو چې په پښتو ادب کې ښځو پراخه ونډه اخيستې او زموږ د ادب د ناوې په لمن او ټټر يې د لونګو ځونډی ټومبلی دی، د ښځو له خوا کاکړۍ، ببولالې او سروکي ويل شوي چې ډيره برخه يې لنډۍ دي.
د لنډیو ښه پرېمانه برخه د ښځېنه قشر لۀ خوا ویل شؤې.
د ښځینه احساساتو او عواطفو وړانګې تر بل هر فورم پۀ دې کې ډېره ځلا کؤي، چېرته په کې یوه کونډه د خپل ستومانه ژوند، د بچو د وږي نس د مړولو لیوني تلاش او د خپل لالي نه عمري بیلتون پۀ ډېرو عجیبو او غریبو الفاظو په ټپو کې داسې رانغاړلی چې مقابل لوري ته د خپل درد احساس پرته لۀ دې چې کمی پۀ کې راشي لېږدؤي.
د پښتو لنډیو ځانګړی شاعر نه دی معلوم خو ډیری د ښځو لخوا ویل شوي او د همدوی لخوا سینه په سینه له یو نسل نه بل ته انتقال شوي او تر مونږ رارسېدلې دی.
د بیلګې په توګه د پښتنې ملالۍ هغه مشهوره لنډۍ چې د میوند په ډګر کې یې د غازیانو د مورال د لوړلو لپاره ویلې وه.
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتمه
څو بيلګې دلته وړاندې کوو:
کله چې د بنې له غمه ژاړي نو وايي؛
د بنې غږ راباندې وشو
لکه ډوډۍ په تناره وسوځېدمه
ولې دې بن راباندې وکړه
کور مې کولو زوی به خدای راکړی ونه
کله په ټولنه کې له ډول ډول درنو کارونو سر ټکوي او وایي:
ګودر ته ځم راپسې راشه
منګې مې دوه دي نرۍ ملا مې ماتوینه
او کله هم بیا په کورنۍ کې د ميړه له بد سلوکه ژاړي نو وايي:
نيستي د خدای له لوري راغله
موزي په ما منت کوي چې خوار دې کړمه
موزي په مينه څه پوهيږي
په نس يې موړ کړه تر سبا کوي خوبونه
مسافري دي روزي مشه
زه دې په سپينه خوله بيده پريښودي ومه
په لاندې لنډۍ کې په ټولنه کې خپله کمزوري او بې واکي داسې انځوروي:
صورت زما واک يې دبل دی
خدايه نور واخلې دا بې واکه صورتونه
یا دا نورې لنډۍ:
بيا به نرۍ جامې ونه کـــــړم
باران لنده کړم جانان ټوله وليدمه
کۀ یاري کړم مخ مې تورېږي
کۀ یاري نۀ کړم ماشومان لۀ لؤږې مرینه
بل خوا بیا داسې ښځه چې وادۀ یې لۀ داسې چا سره شؤی وي چې خوی بوی کې ورسره جوړه نۀ ده، لۀ مجبوري د پښتني ټولنې لۀ جبره پۀ خوله لاس ږدي خو د زړۀ تاو یې دننه سوزوي او دغه د زړه د اور لوګی چې سره له هڅو نور د پټېدلو نۀ وي پۀ ټپه کې داسې ظهور کؤي:
پۀ یارۍ زوړ سړی ځوانېږي
زۀ د موزي پۀ یارۍ ځوانه زړه شومه
زما بې بې دادا ته وایه
خوشاله نۀ یم لۀ ناکامه ناسته یمه
او کله چې د کلي او کور د پيغور په اساس خپل کوژدن سره يوازې دشپې له خوا ليدل او کتل کوي نو وايي:
چا راته ويل چې يار دې تور دی
ما په رڼا ليدلی نه دی تور به وينه
بل خوا ته بیا یوې مینې نجلۍ ته خپل پلار، ورونه د کورنۍ غړي، ټولنه، رسم و رواج پۀ مخ کې لکه غرونه ولاړ وي. نۀ ترې خپل مئین هېرېږي او نۀ د دا لوړو دنګو غرونو د اوښتلو شېمه پۀ خپل نازک بدن کې ویني ان کۀ ژاړي باید پۀ زړه دننه وژاړي.
لېدلی یار د چا هېرېږي؟
کورونه یې وران شه چې پر ما یې هېروینه