په نیوزیلنډ کې د افغان ۱۹ کلې لوبډلې تمریناتي لړۍ په بریاوو روانه ده

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه په نیوزلنډ کې تمریناتي لړۍ پیل کړې ده، چې پکې یې د نیوزیلینډ ځایي کرکټ کلب لوبډلې ته په سیالیو کې ماتې ورکړې دي.
د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره په دغه تمریناتي لړۍ کې افغان ۱۹ کلنې د کرکټ ملي لوبډلې د سنټرال ډېسټرېکټ اېلېون په نامه لوبډلې ته د لمړۍ ماتې وروسته په بلې لوبه کې هم په ۴ ویکټو سره ماتې ورکړې ده.
په دغه سیالیو کې افغان لوبغاړی بهیر محبوب یو ځل بیا ښه ځلیدلی دی، چې په لمړۍ سیالۍ کې یې سلیزه او په بله کې یې ۹۸ منډې جوړې کړې دي، چې د لوبډلې په بریا کې پوره رول درلودلی دی.
د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ د همدې نوي پیل شوي ۲۰۱۸ م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نیټه ۱۲ ورځې وروسته په نیوزیلینډ کې پیل کیږي، چې پکې افغان لوبډله د پاکستان، سریلانکا او ایرلینډ سره په Dګروپ کې قرار لري.
د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان ۱۹ کلنه لوبډله به د دغه نړیوال جام په لمړۍ لوبه کې د پاکستان، دویمه کې د سریلانکا او د ګروپ په دریمه سیالۍ کې به د ایرلینډ لوبډلې سره مخامخ شي.
کرکټ بورډ وايي، د همدغه سیالیو د چمتوالي په موخه یې خپلې د کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې ته د نیوزلینډي انډي مولز تر روزنې لاندې په نیوزلینډ کې تمریناتي لړۍ پیل کړې ده، چې پکې د تمریناتو لړۍ یې په بریالۍ توګه دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله به د جنوررۍ میاشتې په ۱۳ مه نیټه یو ځل بیا په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د پاکستانۍ لوبډلې خلاف د لوبې ډګر ته وځي؛ په داسې حال کې چې پاکستانۍ لوبډله لا د وړاندې د اسیا جام په خپلو دوه وروستیو ترسره کړیو لوبو څخه د افغان لوبډلې پر وړاندې د پوره تاثیر لاندې ده.