په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ ۵۰ اووريز نړيوال جام د می مياشتي په ۳۰مه نيټه پيليږي.
په نړيوال جام کي د افغانستان په شمول ۱۰ هيوادونه لوبيږي،چي لومړۍ لوبه يې د سويلي افريقا او انګلستان ترمنځ ده.
افغانستان د نورو لوبيدونکو هيوادونو ترڅنګ خپل ۱۵کسيزه لوبډله د ۳ احتياطي لوبغاړو په شمول د ګلبدين نائب ترمشرۍ لاندي اعلان کړيده.
افغانستان د جون مياشتي په لومړۍ نيټه د اسټراليا سره لوبه لري.
تاسو شايد د ځينو افغان لوبغاړو په اړه مالومات ولرئ خو موږ درته د هغه لوبغاړو په اړه لنډ مالومات راټول کړي چي په يو ورځني نړيوال جام کي د افغانستان نمايندګي کوي.
د افغان ملي لوبډلي د لوبغاړو لنډه پيژندګلوي:
۱ـ ګلبدين نائب
images 52 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
د افغان کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر ګلبدين نائب د لوګر ولايت اوسيدونکی دی.
ګلبدين نائب ۲۸ کلونه عمر لري او په کريکټ کي د الراونډه دنده لري.
ګلبدين په ښی لاس توپوهنه او توپ اچوونه کوي.
نوموړي تر دې مهاله په ۵۳ يو ورځنيو لوبو کي ۸۰۷ منډي کړي او ۴۳ ويکټي يې اخيستي.
همدارنګه په يو ورځنيو لوبو کي يې ترټولو لوړي منډي ۸۲ دي، ۵ نيمه سليزي يې وهلي دي.
په يوه لوبه کي يې د ۴ لوبغاړو سوځول ترټولو ښه توپ اچوونه ده.
ګلبدين نائب وکولای سول چي دخپلي لوبډلمشرۍ لومړۍ لوبه د محمدنبي،راشدخان او مجيب الرحمن په نه شتون کي د سکاټلينډ څخه وګټي.
۲ـ اصغر افغان
images 48 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
د ملي لوبډلي پخوانی لوبډلمشر د کابل ولايت اوسيدونکی دی او د ۳۱ کلونو په عمر دی.
اصغر افغان په ښی لاس توپوهنه کوي.
نوموړي تر دې مهاله په ۱۰۰ يو ورځنيو لوبو کي ۲۰۳۵ منډي کړي، او ۵۹ شل اووريزي لوبي يې کړي.
اصغر په يو ورځنيو لوبو کي ترټولو لوړي منډي ۱۰۱ دي.
په يو ورځنيو لوبو کي يې يوه سليزه او ۱۱ نيمه سليزي وهلي،او د افغان کريکټ ملي لوبډلي ترټولو بريالی لوبډلمشر وو.
۳ـ محمدشهزاد محمدي
post image d641b05 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي اوپنر او بريدګر توپوهونکی محمدشهزاد د ننګرهار ولايت اوسيدونکی دی او ۳۲ کلونه عمر لري.
شهزاد د ښې توپوهني ترڅنګ غوره ويکټ ساتونکی هم دی.
محمدشهزاد تر اوسه په ۸۰ يو ورځنيو او ۶۵ شل اووريزو لوبو کي لوبيدلی.
نوموړي په يو ورځنيو لوبو کي ۲۶۱۷ منډي کړي چي تر ټولو لوړي منډي يې په يو ورځني کريکټ کي ۱۳۱ دي.
نوموړي تردې مهاله ۵ سليزي او ۱۴ نيمه سليزي وهلي.
۴ـ محمدنبي
Mohammad Nabi 1 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
د افغان کريکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبډلمشر محمدنبي عيسی خيل د ۳۴ کالو عمر لري او په لوګر ولايت کي زيږيدلی دی.
محمدنبي د نړۍ دغوره الراونډرانو د جملې څخه دی.
په ښی لاس توپوهنه او توپ اچوونه کوي.
نوموړي تر اوسه په ۱۱۱ يو ورځنيو لوبو کي ۲۵۶۵ منډي کړي او ۶۸ شل اووريزي لوبي کړي.
په يو ورځنيو لوبو کي د نبي ترټولو لوړي منډي يې ۱۱۶ دي.
په يو ورځنيو لوبو کي يې يوه سليزه او ۱۳ نيمه سليزي وهلي او همدارنګه يې ۱۰۸ ويکټي اخيستي.
۵ـ حضرت الله ځاځی
image 3 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
ځوان اوپياوړی لوبغاړی حضرت الله ځاځی اصلا د پکتيا ولایت اوسيدونکی دی خو کورنۍ يې کلونه وړاندي په کابل کي ميشت سوي او لاهم په پلازمينه کي ژوند کوي.
۲۱کلن حضرت ځاځی په کيڼ لاس بريدګره توپوهنه کوي.
نوموړي تر دې مهاله په ۷ يو ورځنيو او ۶ شل اووريزو لوبو کي لوبيدلی.
په يو ورځنيو لوبو کي يې ترټولو لوړي منډي يې ۶۷ دي او يوه نيمه سليزه لري.
۶ـ نورعلي ځدران
images 53 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
تجربه لرونکی او تخنيکي توپوهونکی نورعلي ځدران په خوست ولايت کي زيږيدلی دی.
نوموړی ۳۰ کلونه عمر لري او په ښی لاس توپوهنه کوي.
نورعلي تراوسه ۴۷ يو ورځنۍ او ۲۰ شل اووريزي لوبي کړي.
نوموړي په يو ورځني کريکټ کي ۱۱۴۸ منډي کړي،يوه سليزه او ۷ نيمه سليزي لري.
۷ـ راشدخان
images 45 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
راشدخان د ۲۰ کلونو په عمر دی او د ننګرهار ولايت اوسيدونکی دی.
راشدخان په توپوهنه او توپ اچوونه کي ځانګړی مهارت لري.
په نړيواله سطحه مشهور لوبغاړی راشدخان د يو ورځنيو لوبو لومړی مقام الراونډر او د شل اووريزو لوبو لومړی مقام توپ اچوونکی دی.
نوموړي تر اوسه په ۵۷ يو ورځنيو لوبو کي ۷۸۲ منډي کړي او ۳۸ شل اووريزي لوبي يې کړي.
راشدخان په يو ورځنيو لوبو کي ۱۲۳ ويکټي لري.
۸ـ رحمت شاه
images 51 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
په توپوهنه کي د افغان لوبډلي د ملاتير رحمت شاه د ۲۵ کلونو په عمر دی ،د پکتيا ولايت اوسيدونکی دی او ښی لاس توپوهنه کوي.
رحمت شاه تراوسه په ۵۹ يو ورځنيو لوبو کي ۱۹۳۵ کړي او ترټولو لوړي منډي يې ۱۱۴ دي .
څلور سليزي او ۱۳ نيمه سليزي يې وهلي او همدارنګه رحمت شاه په توپ اچوونه کي هم مهارت لري.
۹ـ نجيب الله ځدران
najibullah zadran په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
د ملي لوبډلي بريدګر توپوهونکی نجيب الله ځدران ۲۶ کاله عمر لري او د لوګر ولايت اوسيدونکی دی.
تر اوسه يې په ۵۵ يو ورځنيو لوبو کي ۱۲۱۰ منډي کړي او ۵۰ شل اووريزي لوبي يې کړي.
په يو ورځنيو لوبو کي يې ترټولو لوړي منډي يې ۱۰۴ دي، يوه سليزه او ۸ نيمه سليزي يې وهلي.
۱۰ـ حشمت الله شاهدي
Hashmatullah Shahidi social. AFP په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
حشمت الله شاهدي ۲۴ کاله عمر لري او په لوګر ولايت کي زيږيدلی دی.
نوموړی غوره تخنيکي توپوهونکی دی او تر اوسه يې په ۲۹ يو ورځنيو لوبو کي ۸۰۹ منډي کړي او يوه شل اووريزه لوبه کي يې يوه يې يوه منډه کړې.
په يو ورځنيو لوبو کي يې تر ټولو لوړي منډي ۹۷ دي او ۷ نيمه سليزي لري.
۱۱ـ سميع الله شينواری
images 46 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
سميع الله شينواری تجربه کاره توپوهونکی دی،په ننګرهار ولايت کي زيږيدلی او ۳۱ کاله عمر لري.
شينواري په ۸۱ يو ورځنيو لوبو کي ۱۷۳۷ منډي کړي، او ۶۲ شل اووريزي لوبي يې کړي.
ترټولو لوړي منډي يې ۹۶ دي، ۱۱ نيمه سليزي لري.
سميع الله شينواری د توپوهني ترڅنګ توپ اچوونه هم کولای سي.
۱۲ـ حميدحسن
images 43 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
حميدحسن د ۳۱ کلونو عمر لري او دننګرهار ولايت اوسيدونکی دی.
حميد د کريکټ ملي لوبډلي له پيل څخه د خورا قوي تيز توپ اچوونکي په حيث لوبه پيل کړې.
حميدحسن ۳۳ يو ورځنۍ او ۲۲ شل اووريزي لوبي کړي.
حميدحسن په يو ورځنيو لوبو کي ۵۸ ويکټي اخيستي دي.
۱۳ـ مجيب الرحمن
images 44 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
د افغان کريکټ ملي لوبډلي ځوان توپ اچوونکی مجيب الرحمن د خوست ولايت اوسيدونکی دی او ۱۸ کاله عمر لري.
مجيب تر اوسه ۲۸ يو ورځنۍ لوبي کړي او ۹ شل اووريزي لوبي يې کړي.
نوموړي په يو ورځنيو لوبو کي تر اوسه ۵۱ ويکټي اخيستي.
۱۴ـ دولت ځدران
images 42 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
د ملي لوبډلي تيز توپ اچوونکی دولت ځدران په خوست ولايت کي زيږيدلی او ۳۱ کلونه عمر لري.
دولت ځدران ښی لاس توپ اچوونکی دی.
نوموړي ۷۵ يو ورځنۍ او ۳۳ شل اووريزي لوبي کړي.
دولت تردې مهاله په يو ورځنيو لوبو کي ۱۰۳ ويکټي اخيستي دي.
۱۵ـ افتاب عالم
images 41 په نړیوال جام کي د ۱۵ لوبيدونکو افغان لوبغاړو په اړه لنډ مالومات!
افتاب عالم هم د ننګرهار ولايت اوسيدونکی دی او ۲۶ کاله عمر لري.
په ښی لاس توپ اچوونه کوي،۲۲ يو ورځنۍ او ۱۲ شل اووريزي لوبي يې کړي.
افتاب عالم تردې مهاله په يو ورځنيو لوبو کي ۳۳ ويکټي اخيستي دي.