په نړيوال جامونو کي د کريکټ د ماسټر ريکارډونه!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: مدثر دعوت

سچين ټنډولکر په نړيوال کرکټ کي ډېر زيات اونه ماتېدونکي ريکارډونه لري.

د کرکټ دنړيوالي شورا په بيلابيلو (۱۹۹۲ز، ۱۹۹۶، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷، ۲۰۱۱) نړيوالو جامونو کې سچن ټنډولکر ديو مهم او نه تکرارېدونکي لوبغاړي په حيث ځلېدلی دی.

ټنډولکر د ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام په ګټلو کي دهندوستان لپاره ډېر تأثري توپوهونکی وو.

که د سليزو خبره راځي نو هتماً د سچن ‍۱۰۰ سليزي دماغ ته راځي اوشايد په اړه مو يې دملګرو سره ښه مفصل بحث هم کړی وې،خو موږ داځل په هغو نړيوال جامونو کې چې ټنډولکر پکښې لوبېدلی، دده ريکارډونو ته مو کتنه کړې.

زه باوري يم که تاسو دغه ليکنه ترپايه ولولئ نو هتماً به مو د سچن ټنډولکر په اړه مالوماتو کي ډېرښت راسي،او درته په زړه پوري به تمامه سي.

۱ـ ترټولو ډېري( ۲۲۷۸) منډي

په نړيوال جام کي هيڅ يوه کريکټر د سچن ټنډولکر په څېر ډيري منډي ندي کړي،حتی ورنيږدې سوی هم ندی.

ټنډولکر تر ۵۰۰ ډېرو سیالانو سره سره په ۵۶.۹۵ اوسط ۲۲۷۸ منډي ترسره کړيدي.

د سچن ترټولو لوړ سکور دنميبيا په وړاندي په ۲۰۰۳ز کال کي په ۱۵۱ توپونو ۱۵۲ منډي دي ،ده په هماغه لوبه کي ۱۸ څلوريځي ترسره کړلې.

په همدې ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کي يې د پاکستان په وړاندي هم ۹۸ منډي ترسره کړلې.

۲ـ ترټولو ډېري ۶ سليزي

ٌ

دنميبيا په وړاندي د ټنډولکر د ۱۵۲ منډو په مټ چې يوه شپږيزه او ۱۸ څلوريځي پکښې شاملي وې، هندوستان وکولای سول چې په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کي ځان تر دريم مقام پوري ورسوي.

ده په خپل دويم ټورنمينټ کي په ۱۹۹۶ز کال کي لومړۍ سليزه ترسره کړله،دغه ۱۲۷ ناسوځېدلي منډي د کينيا په وړاندي د ډېر وخت لپاره ورته ريکارډ پاتې نسو.

ځکه ټنډولکر يوازي دوې اونۍ وروسته وکولای سول چې د سريلانکا په وړاندي ۱۳۷ منډي ترسره کړي.

په ۱۹۹۹ز کال کي ټنډولکر بياهم وتوانېدی چې دکينيا په وړاندي ۱۴۰ ناسوځېدلي منډي ترسره کړي،خو خپله څلورمه سليزه يې د نميبيا په وړاندي ووهله.

سچن په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کي چې دده لپاره وروستی وو د انګليستان په وړاندي ۱۲۰ منډي وکړلې،او ويې کولای سول چې شپږمه سليزه هم ترسره کړي،چې هغه يې ۱۱۱ منډي د سويلي افريقا په وړاندي وې.

۳ـ تر ټولو ډېري ۱۵ نيمه سليزي

لکه څنګه چې ټنډولکر په نړيوال جامونو کي د ډېرو سليزو ريکارډ لري،ورسره د ډېرو نيمه سليزو ريکارډ يې هم تر اوسه چاندی مات کړی.

سچن په نړيوال جامونو کي ۱۵ پنځوسيزي وهلي دي.

۳ نيمه سليزي يې په ۱۹۹۲ز کال،په خپل لومړني نړيوال جام کي ترسره کړلې ، ۳ نوري يې په ۱۹۹۶ز کال، ۶ يې په ۲۰۰۳ز کال، یوه يې په ۲۰۰۷ز کال، او دوې نوري يې په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کي ووهلې.

۴ـ په يوه نړيوال جام کي ۶۷۳ ترټولو ډېري منډي

دا ۲۰۰۳ز کال وو چې نړيوال جام په سويلي افريقا،کينيا او زيمبابوې کي ترسره کېدی،د ټنډولکر لپاره دا ښه چانس وو چې ځان غوره ثابت کړی او دټول وخت لپاره ځان ديو ورځنيو لوبو يو تکړه توپوهونکي په حيث وځلوي.

ده دهماغه ټورنمينټ په ۱۱ لوبو کي ۶۷۳ مندي ترسره کړلې چې تر اوسه پوري کوم بل لوبغاړي دغه ريکارډ نه دی مات کړی.

په سويلي افريقا کي ټنډولکر خپل جادوګر بيټينګ نندارې ته وړاندي کړ.

د نميبيا په وړاندي يې ۱۵۲، د پاکستان په وړاندي ۹۸ او د سريلانکا په وړاندي يې ۹۷ منډي ترسره کړلې.

که څه هم ده په هماغه کال ونه سوای کولای چې د اسټراليا په وړاندي هندوستان بریالی کړي خو ۸ کلونه وروسته يې وکولای سول چې انډيا د نړيوال جام ګټونکې کړي.

خو داځل به وګورو چې په ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کي کومه لوبډله ښه ځلېږي، کوم لوبغاړی کولای سي چې نوي ريکارډونه جوړ کړي او زاړه ريکارډونه مات کړي.


افغانستان کرکټ لوبډله هم په راتلونکي ۲۰۱۹ز کال پنځوس اووريز نړيوال جام کي د ځوانو لوبغاړو په شتون کي خپله لومړنۍ لوبه د ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام ګټونکي اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي سره د جون مياشتي په لومړۍ نيټه کوي.