د دې پوښتنې په اړه مې له یوې اوونۍ ډېر فکر کړی او له ځان سره مې په کراتو له خدایه دا پوښتلي چې ایا دغه ذات د چا په مینه څه کار لري؟ ځواب مې نه دی موندلی، خو د خدای په اړه زما تصور، متفاوت لیدلوري را په ګوته کړی چې پایله یې له تاسو سره دلته شریکوم:
لنډ- لنډ یې وایم چې سر مو پرې ښه در خلاص کړم؛ خدای حقیقت دی؛ په دې کې شک او شبهه کفر دی، موږ یې له مخلوقاتو اشرف؛ یعنې مهم ګرځولي یو؛ ځکه مینه یې راسره ده؛ که نه له نورو مخلوقاتو کومه بهتري نه لرو.
خدای (ج) ته هېڅ باک نه لري چې انس یو که جن؛ له همدې امله زموږ او د خدای (ج) ترمنځ یوه اړیکه شته؛ دا اړیکه ځکه د پام وړ ده چې خالق ذات کاینات د انسانانو لپاره تسخیر کړي دي.
که خدای په هر څه قادر بولو، نو دا هم باید ومنو چې زموږ کنټرولوونکی او مدیر هم هغه دی؛ ښه کوو که بد، خندېږو که ژړیږو، مینېږو که له نورو نفرت کوو، دا هر څه مو لوی رب څاري، هغه هر ځای کې راسره دی، خو ستونزه دا ده چې موږ کله- کله غافله کېږو او ګناه ته مو پام نه وي.
جسم لکه وسله، هر ډول کارول کېدای شي، خو دلته اصلي رول روح لوبوي؛ روح مقدم دی؛ ځکه له خدای (ج) سره پرې تړل شوي یو، خو ځيني وخت مو تظاهرات ګناه ته اړ باسي چې نفس یې هڅوي او روح هم اغېزمنوي؛ یعنې د تضاد له امله، روح مجبوریږي چې پر جسم ګناه وکړي.
د روح او جسم خبره مې ځکه وکړه چې مینه په دغو دوو مفهومونو کې وګورو چې چېرې ده او د خدای (ج) ورسره کار څه دی؟ هر ډول ځورېدل له تضاده دي، ګناه به رانه شوې وي چې ځورېږو او برعکس له نفس سره به مو مبارزه کړې وي چې محبت کوو او خلکو ته درنښت ورکوو.
روح له جسمه په همدې برخه کې کار اخلي چې اوښکې ترې پیدا دي؛ د اوښکو حالت مبهم دی، درک او خوښي نه پېژني؛ لیدلي به مو وي چې ځیني وختونه د دردونو له امله له سترګو غټې- غټې اوښکې راتویېږي او ډېر کله بیا د ډېرې خوښۍ له امله هم.
لنډه دا چې په یادو حالاتو کې د خدای (ج) داسې پام وي چې د سترګو په رپ کې یې هم له نظره نه شو لرې کېدلی. دا چې د هغه بنده ګانو ته درنښت لرو او له ځینو سره یې ان د مینې کولو تر بریده رسېږو، نو ښکاره ده چې په داسې حالاتو کې یې پر موږ نظر نور هم ډېرېږي.
دا طبیعي ده چې خدای (ج) له خپل خلقت سره مینه پالي، موږ هم د خدای خلقت یو؛ ځکه مینه راسره لري او ان خپلو بنده ګانو ته یې د دې سپارښتنه کړې چې مینه ورسره وکړي.
د ایران یو پخوانی صوفي محمد اسماعیل دولابي وايي، خدای (ج) مطلقاً بې نیازه ذات دی؛ هغه باید ناز وکړي او موږ باید خپله اړتیا ورته ووایو. موږ باید د هغه ناز واخلو، خو خدای (ج) بیا برعکس عمل کوي، موږ ناز کوو او هغه مو ناز اخلي، موږ نازېدو ته اړتیا لرو او هغه مو نازوي. (آیا خدا ما را دوست دارد؟, ۱۳۹۱)
زه پر دې باوري شوی یم چې د انسانانو ترمنځ په هر چلند کې د خدای شتون او شامل مهم دي؛ په مینه کې خو بیا د هغه ونډه بېخي تر سل سلنې هم اوړي؛ یعنې ویلی شو چې د مینې اړیکې خدای تنظیموي، هر څه چې پېښېږي، د هغه په اراده وي، دا چې موږ ته کله- کله د ځینو خبرو او چلندونو فرصت راکوي، د دې لپاره دي چې تعقل او فکر وکړو او په خپله د هر شي مسوول و اوسو.
دغه مدیریت یو شرط لري چې ډېر پېچلی دی؛ دومره ډېر چې ان نږدې شرک ته سړی پرې رسېږي، احتیاط او پر ځان بشپړ باور ته اړتیا لري، هغه شرط همدا باور دی چې په اسانه پر چا نه شي کېدای.
دغه کار پېچلی ځکه دی چې د باور وروستی حد خدای پېژندل دي او د اړیکو باور دغې پېژندګلوۍ ته ور نږدې دی؛ یعنې که څوک باور کوي، نو سمدستي به د ځان د تسلیمۍ پاڼه هم لاسلیکوي، څو اړیکې اوږدمهالې شي.
دومره باور، لکه پر خدای (ج) یې چې لرو؛ هغه که ووايي چې شه، هماغسې کېږي.
دا چې مینه هم لوی رب تنظیموي، نو باید سړی په تمه شي او صبر وکړي چې د خپلې مهربانۍ او رښتینولۍ له مخې له نورو سره په څه ډول ژوند کوي او یا نور له ځان سره په څه ډول رابطه کې ساتلی شي؟