
ژباړه او راټولونه
د نان چانګ چینايي پوهنتون له خوا څخه سوي څېړني وښودله چې داسي کیمیاوي توکي یې موندلي چې کولای سي له کوم جانبي زیان څخه پرته د انسان غاښونه په مکمل ډول په لږ وخت کې سپین کړي.
پخوا به د غاښونو سپینولو له پاره خلکو د هایدروجن پر اکسایډ څخه کار اخیستی، چې د وېښتیانو د بلیج یا ژړولو له پاره هم کاریږي.
سره له دې چې هایدروجن پر اکسایډ غاښونه پاکوي، خو ترڅنګ یې د غاښونو د ژر ماتېدو خطر زیاتوي. مګر د ټائټینیم ډای اکسایډ په نوم یوه نوې موندل سوې ماده اوس کولای سي چې په لږ وخت کې ستاسي غاښونه سپین او محفوظ کړي.
ټائټینیم په پلاسټیک جوړولو، کاغذ او د غاښونو په کریم کې استعمالیږي. نوموړې ماده که چیري د پولي ډوپامائین سره یوځای سي کولای سي په ۴ ساعتونو کې ستاسي غاښونه پاک او سپین کړي.
د پوهانو په وینا، ددې مادې په عام ډول کارول لا زیاتو تجربو او څېړنو ته اړتیا لري.
د غاښونو د عمر په زیاتېدو، مشروباتو او بېلابېلو غذاوو په خوړلو سره غاښونه خپل سپين رنګ بایلي او ژړ رنګ ځانته غوره کوي. د بیرته سپینولو له پاره یې ډاکټران د هایدروجن پر اکسایډ سپارښتنه کوي.
دا نوې څېړنه ښيي چې د غاښونو سپینولو یاده طریقه د خولې حجراتو ته زیان نه رسوي او په څو ساعتونو کې غاښونه سپینوي.