په لومړیو ۷۲ یو ورځنیو لوبو کې د ویرات کولي او بابراعظم پرتله

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

 

ویرات کولي چې ۳۲ کاله عمر لري، نه یواځې دا چې د هند د کرکټ ستوری دی، بلکې نړۍ لپاره هم ستر کرکټ ستوری بلل کېږي.

بل پلو بابراعظم چې ۲۶ کاله عمر لري، په لږ وخت کې یې د کرکټ په نړۍ کې ډېر پرمختګ کړی دی، دی په مختلفو وختونو کې د هند له لوبډلمشر کولي سره پرتله کېږي.

بابراعظم په دې وروستیو کې په یو ورځنیو لوبو کې درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

۷۲ لوبې او د دواړو پرتله

ویرات کولي په دې لوبو کې ۲۸۹۱ منډې کړي دي، خو بابراعظم بیا په لومړیو ۷۲ یو ورځنیو لوبو کې ۳۳۵۹ منډې کړي دي.

د ویرات کولي اوسط په هره لوبه کې ۴۶ اعشاریه ۶۲ دی، د بابراعظم اوسط بیا ۵۴ اعشاریه ۱۸ دی.

په لومړیو ۷۲ لوبو کې د ویرات کولي لوړې منډې ۱۱۸ دي، خو په وروستیو کې یې بیا ۱۸۳ منډې هم د پاکستان پر وړاندې کړي دي، خو هغه په ۷۲ لوبو کې نه وې شاملې.

د بابراعظم لوړې منډې ۱۲۵ ناسوځېدلې دي.

ویرات کولي ۱۸ پنځوسیزې وهلي دي او بابراعظم بیا ۱۵ پنځوسیزې جوړې کړي دي.

په لومړیو ۷۲ یو ورځنیو لوبو کې ویرات کولي ۸ سلیزې وهلې وې او بابراعظم بیا ۱۱ سلیزې وهلي دي.

د ویرات کولي سټرایک رېټ ۸۴ اعشاریه صفر یو و او د بابراعظم بیا ۸۷ اعشاریه صفر ۷ دی.

خو ویرات کولي بیا په ۲۵۴ یو ورځنیو لوبو کې ۴۳ سلیزې وهلي او ۶۲ یې پنځوسیزې وهلي دي.

بابراعظم بیا ټولې ۸۳ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې ۱۴ سلیزې یې وهلي دي او ۱۷ یې پنځوسیزې وهلي دي.

ویرات کولي په اړه وضاحت دا دی، چې که چېري د هند لوبې زیاتې شي نو کولای شي، چې د ټېنډولکر د سل سلیزو ریکارډ مات کړي.

ویرات کولي په ټېسټ لوبو کې ۲۷ سلیزې وهلي، چې په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې یې د سلیزو تعداد ۷۹ ته رسېږي.

4.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.