په لندن کې د اسیا جام په نوم سیالۍ پیل کیږي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په لندن کې د ۶ لوبډلو په ګډون د اسیا جام په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ پیل کیږي، چې پکې د نورو لوبدلو ترڅنګ افغانستان هم برخه لري.
په دغه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالو کې د هندوستان، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش، افغانستان او د انګلستان لوبډله هم شامله ده.31960476 1676677892453323 6064697064099414016 n په لندن کې د اسیا جام په نوم سیالۍ پیل کیږي
د افغانستان په نوم د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر محمد ولي همدرد وايي، د کرکټ دا ۲۰ اوریزه سیالۍ هر کال د یو ځایي ایسیکس کلب لخوا ترسره کیږي، چې پکې په لندن کې د میشتو افغان ماجرینو د کرکټ لوبډله د افغانستان په نوم ګډون کوي.
همدر وايي، د دغه سیالیو د ترسره کیدو څخه په لندن کې د افغانستان سفارت هم خبر دی او د سیالیو د ترسره کیدو په وخت کې د دغه سفارت غړي هم ګډون کوي.
31955988 1676661682454944 1341732029330358272 n په لندن کې د اسیا جام په نوم سیالۍ پیل کیږي
د معلوماتو له مخې د کرکټ دغه ۲۰ اوریزه سیالیو ۴ م پړاو سبا په لندن کې پیل کیږي، چې پکې افغانستان په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د سریلنکا، دویمه سیالۍ کې د پاکستان، دریم سیالۍ کې د هندوستان، څلورمه سیالۍ کې د انګلستان او په وروستۍ پنځمه سیالۍ کې د بنګله دیش سره مخامخ کیږي.
31948876 1676677759120003 4865616386321285120 n په لندن کې د اسیا جام په نوم سیالۍ پیل کیږي
ویل کیږي، په دغه سیالیو کې افغان لوبډلې دوه ځلې پای لوبې ته لار پیدا کړې وه، خو پای لوبې کې له ماتو سره مخ شوې ده.
د اسیا جام په نوم د کرکټ دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ جې سبا د سې شنبې په ورځ د مۍ میاشتې په ۸ مه نیټه پیل کیږي، د راتلونکې جون میاشتې تر ۲۶ مې نیټې پورې به دوام وکړي.