په شل اوریزکرکټ کې نن سبا د هندوستان، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلېنډ، اسټرالیا، ویسټ انډیز، افریقا، انګلستان لوبډلمشران توپوهونکي دي؛ خو د افغانستان د شل اوریز کرکټ لوبډلمشر راشدخان دی او دی توپ اچوونکی دی.
کېرن پولارډ
کېرن پولارډ، د ویسټ انډیز لوبډلمشر دی، چې په شل اوریز او یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز لوبډله رهبري کوي.
دی نو منځنی توپ وهونکی دی او زیاتره وخت یې رول په لوبډله کې د فېنېشر دی.
ډسون شانکه
د سریلانکا ۲۹ کلن لوبغاړی دی، چې د سریلانکا د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر دی، چې د توپوهنې الراونډر دی.
نوموړی اوس د سریلانکا لپاره د منځني توپوهونکي رول لوبوي.
ویرات کولي
په درې واړو فارمټونو کې د هندوستان لوبډلمشر دی، چې د لوبډلې لپاره د ټاپ ارډر توپوهونکي په توګه لوبه مخته وړي.
کېن ویلیمسن
د نیوزیلېنډ ټاپ ارډر توپوهونکی دی، چې د نیوزیلېنډ لوبډله په درې واړو فارمټونو کې رهبري کوي.
اېرون فېنچ
د اسټرالیا اوپنر توپوهونکی دی، چې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د اسټرالیا لوبډلمشر دی.
اېوېن مورګن
د انګلستان لوبډلمشر دی، چې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د انګلستان لوبډلمشر دی او په لوبډله کې یې رول د فېنېشر او منځني هیټر دی.
ټېمبا بووما
د افریقا لوبغاړی دی، چې د لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر دی او اوسمهال لوبډله رهبري کوي.
بابراعظم
د پاکستان ټاپ ارډر او مخکښ توپوهونکی دی، چې په درې واړو فارمټونو کې د پاکستان لوبډلمشر دی.
راشدخان
د افغانستان او د کرکټ د نړۍ یو مخکښ توپ اچوونکی دی، چې د افغانستان لپاره د پرمختګ یو زرین تاریخ دی.
له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې داسې لوبې وکړې، چې د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ په چوکاټ کې یې تر ډېره پورې په لومړي مقام راج کړی دی.
دا د ویاړ ځای دی، چې افغانستان لوبډله داسې یو بالر لري، چې د لوی افغانستان لوبډله رهبري کوي.