په شل اوریزو لوبو د چټکو سلیزو وهونکي لوبغاړي؛ حضرت الله ځاځی پکې درېیم ځای نیولی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 

شل اوریزې لوبې د کرکټ په نړۍ کې لنډ فارمټ سیالۍ دي، په دې لوبو کې چټک لوبغاړي پکارېږي، چې په کمو یا لږو توپونو زیاتې منډې وکړې او د لوبډلې په هدف لوړولو کې مرسته وکړي.

دلته هغه لوبغاړي درپېژنو چې په شل اوریزو لوبو کې یې په لږو توپونو سلیزې وهلي دي.

ډېوېډ مېلر

ډېوېډ مېلر چې د سویلي افریقا منځنی فېنېشر توپوهونکی دی په ۲۰۱۷ کې یې د بنګله دېش پر وړاندې یوه لوبه کې په ۳۶ توپونو ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۹ شپږیزې او ۷ یې څلوریزې وهلې وې.

دی په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې لومړی توپوهونکی دی، چې چټکه سلیزه یې وهلې ده.

روهېټ شرما

د هندوستان اوپنر توپوهونکی دی، چې وخت ناوخت د هند لپاره خطرناکه او چټکه توپوهنه کوي.

ده په ۲۰۲۰ کې د سریلانکا پر وړاندې دویمه شل اوریزه لوبه کې په ۳۵ توپونو سلیزه ووهله او په دې ډول یې په ۴۳ توپونو ۱۱۸ منډې جوړې کړې.

fastest-centuries-t-20.jpg

حضرت الله ځاځی

حضرت الله ځاځی په ۲۰۱۹ کې وتوانېد، چې د چټکو سلیزو وهونکو په لوبغاړو کې ځان ثبت کړي.

نوموړي وکولای شول، چې په ۴۲ توپونو سلیزه ووهي او په همدې وخت کې دی دویم توپوهونکی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې یې دویمه درجه لوړې منډې وکړې، ده ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ده شپاړس شپږیزې وهلې وې.

ایرون فېنچ په ۱۷۲ منډې کړې وې.

 

ګلېن فېلېپس

ګلېن فېلېپس د نیوزیلېنډ چټک توپوهونکی دی، ده په ۲۰۲۰ کې د ویسټ انډیز پر وړاندې شل اوریزه لوبه کې په ۴۶ توپونو سلیزه ووهله او ټولې یې ۱۰۸ منډې وکړې.

اېرون فېنچ

اېرون فېنچ د اسټرالیا لوبډلمشر او اوپنر توپوهونکی دی، نوموړي په ۲۰۱۳ کې د انګلستان پر وړاندې په ۴۷ توپونو سلیزه وهلې وه او هم یې د زِمبابوې پر وړاندې په شل اوریزو لوبو کې لوړې ۱۷۲ منډې کړي دي.

کرېس ګېل

کرېس ګېل په ۲۰۱۶ کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کې په ۴۷ توپونو سلیزه وهلې ده او شپږم لوبغاړی دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې چټکه سلیزه وهلې ده.

ایوین لیویس

په ۲۰۱۶ کې یې د هند خلاف لوبه کې په ۴۸ توپونو سلیزه وهلې، د انګلستان ډېوېډ مېلن په ۲۰۱۹ کې د نیوزیلېنډ پر وړاندې شل اوریزه لوبه کې په ۴۸ توپونو سلیزه وهلې وه.

بابراعظم په ۴۹ توپونو ، ټیلي کرټنی دېلشن په ۵۵ توپونو او تمیم اقبال په ۶۰ توپونو سلیزې وهلي دي.

ګلېن مکسوېل په ۲۰۱۶ کې د سریلانکا پر وړاندې په ۴۹ توپونو، مارټېن ګوپټېل په ۲۰۱۸ کې د اسټرالیا پر وړاندې په ۴۹ توپونو، د نېپال پارس خادکا په ۴۹ توپونو د سینګاپور پر وړاندې سلیزه وهلې وه.