د سل توپونو سیالۍ چې د جولای په ۲۲ مه د ۸ لوبډلو ترمنځ په انګلستان کې پیل شوي دي، مهم پړاو ته رسېدونکې دي.
په دې لوبو کې څلور افغان لوبغاړي، قیس احمد، راشدخان، محمدنبي او مجیب الرحمن په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي.
هر یو افغان لوبغاړي د خپلو لوبډلو لپاره ښې لاسته راوړنې لرلي دي، خو په لوبو کې د لوبډلو ماتې او بریاوې اصل دی او د دې اصل له مخې د درېیوو افغان لوبغاړو لوبډلې د نومرو په جدول کې وروستي ځای ته لوېدلې دي.
د نومرو جدول او د لوبډلو مقامونه
د نومرو په جدول کې لومړی مقام برمینګهم فونېکس لوبډلې ترلاسه کړی دی، دې لوبډلې ۶ لوبې کړي او په ۶ لوبو کې یې څلور ګټلي او اته نومرې لري.
دویم مقام د راشدخان دې اړوند لوبډلې ټرېنټ راکېټس ترلاسه کړی دی، دې لوبډلې دوه ورځې وړاندې لومړی مقام له لاسه ورکړ.
په شپږ لوبو کې یې ۴ ګټلي او اته نومرې لري.
درېیم ځای اوول اېنېوېسېبل لوبډلې ترلاسه کړی دی، دې لوبډلې په ۶ لوبو کې درې ګټلي، دوه یې بایللي او یوه یې بې پایلې شوې او ۷ نومرې لري.
څلورم مقام ساوترن برېف لوبډلې خپل کړی دی، دې لوبډلې هم درې لوبې ګټلي، یوه یې بې پایلې شوې او دوه یې بایللي دي.
پنځم مقام مانچیسټراورېجنلز لوبډلې ترلاسه کړی دی، پنځه لوبو کې یې دوه ګټلي، دوه یې بې پایلې شوي او یوه یې بایللې ده، ۶ نومرې لري.
شپږم ځای د مجیب الرحمن دې لوبډلې نارترن سوپرچارجرز خپل کړی دی، دې لوبډلې په ۶ لوبو کې دوه ګټلي، درې یې بایللي او یوه یې بې پایلې شوې ده، ټولې ۵ نومرې لري.
اووم ځای د قیس احمد دې اړوند لوبډلې وېلش فایر ترلاسه کړی دی، دې لوبډلې په ۶ لوبو کې دوه ګټلي او ۴ یې بایللي او څلور نومرې لري.
وروستی ځای د محمدنبي دې اړوند لوبډلې لندن سپایرېټ ترلاسه کړی دی، دې لوبډلې پنځه لوبو کې یوه ۴ بایللي او یوه یې بې پایلې شوې ده.
دا لیګ د اګسټ په ۲۱ مه پای ته رسېږي او په لومړي پړاو کې هره لوبډله اته ، اته لوبې کوي.
چې د راشدخان دې، مجیب الرحمن او قیس احمد دې دوه، دوه لوبې پاتې دي او د محمد نبي دې بیا تر بېګا لس پورې درې لوبې پاتې وې او تېره شپه یې لوبه ترسره کړه.
اوس د دوی هم دوه لوبې پاتې شوې.