په سل بالیز کرکټ کې د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 

څلور افغان لوبغاړي د انګلستان په سل بالیز کرکټ ټورنمنټ کې لوبېږي، چې څلورو واړو لوبغاړو له ځان څخه وړتیا وې ښودلې دي.

قیس احمد په یوه لوبه کې د وېلش فایر لپاره څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

په یوه لوبه کې راشدخان هم غوره توپ اچونه او توپ وهنه وکړه او د مجیب الرحمن دې پر وړاندې لوبه کې یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

همدا راز محمدنبي هم په سل بالیز کرکټ کې تر دې دمه په غوره ایکانومي توپ اچونه کړې ده.

بل پلو مجیب الرحمن د نارترن سوپرچاجرز لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې لکه ستوری ځلېدلی دی.

دې افغان لوبغاړو ته خپلې لوبډلې شدیده اړتیا لري او له لوبو څخه یې نه ډراپ کوي.

 

د سل بالیز کرکټ لسمه لوبه، د محمدنبي او راشدخان لاسته راوړنې

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه د راشدخان دې اړوند لوبډلې ټرېنټ راکېټس وکړه، دې لوبډلې د ډارسي شارټ د ۶۹ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۲۳ منډې وکړې.

د دې لوبډلې پر وړاندې محمدنبي عیسی خېل بیا تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه.

هغه په شل توپونو ۲۰ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې او د توپ وهنې په برخه کې یې د لندن سپایرېټ لوبډلې لپاره په ۸ توپونو ۱۰ منډې جوړې کړې او د راشدخان لخوا د کارټر په بال کېچ اوټ شو.

بل پلو راشدخان د ټرېنټ راکېټس لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې خورا ښه وځلېد، هغه په ۲۰ توپونو ۱۳ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې.

د راشدخان د غوره توپ اچونې له امله ټرېنټ راکېټس لوبډله په ۷ منډو بریالۍ شوه.

د محمدنبي دې لوبډله ماته شوه.

د لوبې غوره لوبغاړی ډارسي شارټ وپېژندل شو.

ټرېنټ راکېټس لوبډله په درېیوو بریاوو سره د نومرو په جدول کې لومړۍ ده، د وېلش فایر لوبډله د نومرو په جدول کې په دوو بریاوو سره دویم ده، مانچیسټر اورېجنل لوبډله درېیم ده، اوول اېنوېسېبل لوبډلې څلورم ځای نیولی، برمینګهم لوبډلې پنځم، لندن سپایرېټ شپږم، نارترن چارجرز لوبډله چې مجیب الرحمن ورسره مل دی، اووم ځای کې ده او د ساوترن برېف لوبډله اتم ځای نیولی دی.

د شنبې په ماښام شپږ بجې وېلش فایر لوبدله له مانچېسټر لوبډلې سره دولسم لوبه کوي او د شپې په ۹ نیمو بجو دیارلسمه لوبه د مجیب الرحمن دې لوبه ده.