په دې ۹ برخو کې بښنه غوښتل لویه تیروتنه ده، ځان ترې وساتئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: محمد عزيز پردېس
هغه وخت چې تاسو کومه تېروتنه نه وي کړي؛ بښنه غوښتل کولی شي چې ستاسو شخصيت کمزوری کړي.
د تېروتنې څخه وروسته بښنه غوښتل، د ژوندانه د اړتياو څخه دي. انسانان ټول جايزالخطا دي او هېڅ انسان بې عيبه نه دی، خو په تېروتنه پښېمانېدل او بښنه غوښتل د انسان د لوړ شخصيت څرګندونه کوي. په برعکس ډول؛ کله چې يو انسان تېروتنه نه وي کړي او پرته له کوم دليله له چا څخه بښنه غواړي، دا نو بيا د شخصيت د کمزورۍ لامل ګرځي.
يو هغه دليل چې تل د دې لامل کېږي، چې مونږ له نورو څخه بښنه وغواړو، داسې فکر کوو چې مونږ خپلو مخاطبينو ته د خپلو خبرو د توضيح او شننې لپاره ډېره اړتيا لرو او داسې فکر کوو چې د نورو د غوښتنو په اساس بايد پرېکړې وکړو او که دا کار مو ونه کړ، نو بايد بښنه وغواړو او هغوی بايد له ځان څخه راضي کړو؛ چې دا په حقيقت کې يوه لويه تېروتنه ده.
که دا ځلې مو له چا څخه د بښنې غوښتلو هوډ وکړ، نو پام مو وي چې د لاندې ۱۰ برخو په اړه هېڅکله بښنه ونه غواړئ:
۱- هېڅ وخت د خپلو انساني غوښتنو لپاره بښنه مه غواړئ. تاسو خوب، خوراک او د ژوند د دوام لپاره همداسې نورو څيزونو ته اړ ياست.
۲- هېڅکله د دې لپاره بښنه مه غواړئ، چئ ګواکې تاسو په هرڅه نه پوهېږئ يا جامع الکمالات نه ياست. هېڅ انسان بشپړ نه دی او هېڅ انسان نشي کولی چې په هره برخه کې تخصص ولري او د نه ختمېدونکې پوهې خاوند دې وي.
۳- هېڅکله د هغه چاپېريال په اړه چې تاسو يې لرئ، بښنه مه غواړئ. تاسو يو درې بعدي موجود ياست او دا ستاسو حق دی چې يو چاپېريال ځان ته اختصاص کړئ.
۴- هېڅکله د دې لپاره بښنه مه غواړئ چې تاسو وړتيا لرونکي يا با استعداده ياست. که د نورو د احساساتو څخه ستاسو سوږمې ته د حسادت بوی راځي، په اړه يې تشويش مه کوئ. په خپل ځان مو باور ولرئ او په دې پوه شئ چې ښه روان ياست.
۵- د وخت او چاپېريال د قوانينو لپاره چې پر مونږ حاکم دي، بښنه مه غواړئ. ايا دا شونې ده چې تاسو دې په يو وخت، درې ځايونو کې شتون ولرئ؟ که مو ښه فکر وکړ، نو متوجه به شئ چې لازمه نه ده؛ نو غوره ده چې په ارامۍ سره پرېکړه وکړئ.
۶- دا چې نشئ کولی د خپلې وړتيا څخه پورته څه وکړئ يا د چا سره همکاري وکړئ، نو بښنه مه غواړئ. سخت ګيره مه اوسئ، چای مو وڅښئ او ارام وکړئ.
۷- دا چې د خلکو تر اغېز لاندې نه راځئ يا کارونه په تاسو اغېز او فشار نه راوړي، نو په اړه يې بښنه مه غواړئ. هغه کړنې چې تشويق شي، تکرارېږي؛ په همدې اساس، د هغو څيزونو لپاره چې نه غواړئ ورسره مخامخ شئ، لاسونه مه پړکوئ.
۸- د خپلې وړتيا په اړه بښنه مه غواړئ. دا چې په يوې تياره کوڅه کې په قدم وهلو او يا په يوې ناپېژنده او د تړلو دروازو ترشا جلسه کې د ګډون لپاره ښه احساس نه لرئ، نو له خپل ځان څخه مه ناراضي کېږئ. په خپلو احساساتو باور وکړئ.
۹- د هغو خلکو سره چې مينه ورسره لرئ او ملاتړ يې کوئ، بښنه مه غواړئ. د خپل ځان په اړه سخت ګيري او نورو ته بې حده احترام، د دې لامل کېږي چې تاسو د هر ښه کار په کولو هم بښنه وغواړئ.
سرچينه: salamat News