ژباړه: محمد عزيز پردېس
فېسبوک له ګوګل وروسته د نړۍ په کچه د خوښې وړ وېبسايټ دی او ورځ تربلې يې خوښوونکي مخ پر زياتېدو دي. د فېسبوک ارزښت د هغه لايکونو سره نېغه اړيکه لري. په دې ليکنه کې هڅه شوې چې دې پوښتنې ته ځوابونه وموندل شي، چې څنګه کولای شو د خپل فېسبوک لايکونه زيات کړو.
۱- خپلو پوستونو سره انځورونه يوځای کړئ
څېړنې ښيي، هغه پوستونه چې انځورونو سره دي، تر ډېره د پام وړ ګرځېدلي دي. البته د انځور په ټاکلو کې دقت پکار دی، څو د ډېرې پاملرنې وړ وګرځي. همدارنګه هڅه وکړئ چې د زړه راښکونکو انځورونو لپاره لنډ او جالب څه ورسره وليکئ.
دا هم له پامه مه غورځوئ، کله مو چې کوم تړونی ( لېنک ) شريکوه؛ نو د انځور پوستول ورسره هېر نه کړئ.
۲- لنډ او واړه پوستونه وکړئْ
د ميکروبلاګونو په څېر، فېسبوک کې هم لنډ او واړه پوستونه د خلکو د پام وړ ګرځي. هڅه وکړئ يو پوست مو له ۲۵۰ کرکټرو څخه ډېر نه وي. داسې انګېرل کېږي، چې د ټولنيزو رسنيو کارکوونکي د اوږدو ليکنو لپاره کافي وخت نه لري.
۳- له بڼو او شکلونو هم ګټه پورته کړئ
په خپلو پوستونو کې له شکلونو څخه په استفادې کولای شئ چې ډېرې خوښونې يا لايکونه واخلئ. شکلونه ستاسو پوستونو ته انساني احساسات اضافه کوي.
۴- د اونۍ پای او رخصتيانې له لاسه مه ورکوئ
ډېری کسان د اونۍ په پای کې خپل فېسبوک ته سره ورښکاره کوي. نو پکار ده چې د پنجشنبې او جمعې ورځو په لړ کې جالب څيزونه له خلکو سره شريک کړئ. البته ځيني کسان عادت لري چې د خپل کاري وخت په جريان کې فېسبوک چک کړي. په معمول ډول د شنبې او يکشنبې ورځو په جريان کې د خلکو ګڼه ګوڼه په فېسبوک کې کمه وي. د سهار اته او د شپې اته بجې هم د پوست کولو لپاره مناسب وختونه دي.
۵- په خپلو پوستونو کې له خپلو څارونکو څخه پوښتنې وکړئ
هڅه وکړئ چې د خپلو پوستونو په لړ کې ځينې پوښتنې هم رامنځ ته کړئ. ممکنه ده چې سوالونه ساده او تخصصي وي. په پيل کې کولی شئ چې له؛ ولې، څنګه، څه وخت، ايا غواړئ او داسې ورته… پوښتنو څخه استفاده وکړئ.
۶- د خپلې فېسبوک پاڼې د څارونکو ترمنځ سيالۍ ترتيب کړئ
اړينه نه ده چې ګټونکي ته جايزه ورکړئ. په حقيقت کې ګټونکي تاسو ياست، چې د خپلې فېسبوک پاڼې لايکونه مو ډېر کړي دي. د بېلګې په توګه، د يو انځور په پوستولو له خپلو فالورزو څخه وغواړئ چې د کومنټونو له لارې د انځور لپاره غوره عنوانونه وټاکي.
۷- د پچې اچونې څخه ګټه واخلئ
د خپلې فېسبوک پاڼې د څارونکو لپاره يو تخفيف وړاندې کړئ او يا هم د پچې اچونې له لارې هغوی ته جایزه ورکړئ.
تاسو د خپلې فېسبوک پاڼې د څارونکو او لايکونو د زياتېدو لپاره څه وړانديز لري؟ خپلې تجربې له موږ سره شريکې کړئ.