
ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ ۱۲م پړاو د ممبی انډينز لوبډلي په اتلولۍ پايته ورسيدی.
دغه ليګ چي د مارچ په ۲۳مه نيټه د ۸ لوبډلو ترمنځ پيل سوی وو د می مياشتي تر ۱۲مي نيټې پوري يې دوام وکړ.
په پايلوبه کي چينای او ممبی د حيدر اباد په راجيو ګاندي لوبغالي کي سره مخ سوله.
ممبی د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۱۵۰ منډي هدف وټاکی خو چينای ياد هدف ته ونه رسيدی، د بومرا او ملينګا د غوري توپ اچووني لامل وو چي چينای د يوې منډي په توپير ماته ومنله.
تر دې وړاندي هم ۳ ځلي په پايلوبي کي دواړي لوبډلي سره مخ سوي وې، ۲ ځلي ممبی او يوه لوبه چينای ګټلې وه.
د سږکال IPL پايلوبي دلچسپي دا وه چي تر وروستي توپه ګټونکې لوبډله نه وه مالومه،په وروستي اوور کي ملينګا د ۹ منډو دفاع وکړه او د يوې منډي په توپير يې لوبه وګټله.
ممبی د څلورم ځل لپاره د روهيت شرما په لوبډلمشرۍ سره د IPL د اتلولۍ جام پورته کړ.
هغه لوبډلي او لوبغاړي چي په ۱۲م پړاو IPL کي يې ايوارډونه وګټل په لاندي ډول دي:
لومړی مقام جائزه: ممبی انډينز
دويم مقام جائزه: چينای سوپر کينګز
د باجرأته او عادلانه لوبو جائزه: سنرايزر حيدراباد
د ډيرو منډو جائزه: په ۶۹۲ منډو سره ډيويډ وارنر
د ډيرو ويکټو جائزه: په ۲۶ ويکټو سره عمران طاهر
د لوړ سټرايک ريټ جائز: انډري رسل
د لوبي د بدلونکي لوبغاړي جائزه: راهول چاهار
ايمرجينګ لوبغاړي جائزه: شبمان ګيل
سټايليش لوبغاړي جائزه: لوکيش راهول
د ليګ غوره کيچ جائزه: کيرن پولارد
د وړتيا لرونکي لوبغاړي جائزه: انډري رسل
د پايلوبي غوره لوبغاړی: جسپريټ بومرا
هيره دي نه وي چي په سږکال هندوستان پريمرليګ کي د تيرکال په څير ۳ افغان لوبغاړي، محمدنبي، راشدخان او مجيب الرحمن ولوبیدل.
نبي تر تير کال غوره وو مجیب لپاره ښه پړاو نه وو خو راشد د تل په څير بريالی وو.