په خوب کې ګرځېدل؛ لاملونه او حللارې یې

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: شمله نادري
ویده کېدل داسې یو بهیر دی، چې انسان خپل ټول کارونه پکې هېروي او د یو مړي په څېر کېږي خوب دوه ډولونه لري.
 ژورخوب او سپک خوب
د ژور خوب په وخت کې انسان په پشپړه توګه ویده وي او ځینې وخت داسې کړنې تر سره کوي چې خپله هم باور نه کوي، چې له هغو کړنو یوه یې هم په خوب کې ګرځېدل دي.
له خوبه یو یا دوه ساعته وروسته په خوب کې ګرځېدل پیلېږي.
دا کړنه تر ډېره په ماشومانو او زړو یا په لوړ عمرلروونکو خلکو کې لیدل کېږي. یوې عمومي احصایې چې په امریکا کې ترسره شوې ښیي، چې 13سلنه ماشومان او 87سلنه نارینه په خوب کې ګرځي.
په خوب کې ګرځېدل ځینې وخت کم (دېرش ثانیې) او ځيني وخت زیات (دېرش دقیقې) وي.
هغه کسان چې په خوب کې ګرځي کله داسې له خطره ډکې کړنې لکه، موټرچلول، ډوډۍ پخول، د جامو بدلول له لوړ ځایه ځان غورځول او داسې نورې کړنې ترسره کوي.
 اوس پوښتنه پیدا کېږي چې په خوب کې د ګرځېدو لاملونه څه دي؟
ولې ځينې انسانان په خوب کې ګرځي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې ویلای شو، چې په خوب کې ګرځېدل ګڼ شمېر لاملونه لري لکه:

1. بې خوبي

بې خوبي خپله د دې لامل کېږي چې زموږ ماغزه ستړی او نارامه شي،  همدا ستړیا مو اړ کوي چې په خوب کې هغه کړنې ترسره کړو چې په ماغزو کې مو ګرځي راګرځي.

2. سټرس

سټرس هم په خوب کې د ګرځېدو له لاملونه څخه یو لامل دی، کله چې انسان تر فشار لاندې وي، نه په ارامه خوب او نه کوم بل کار کولای شي، نو په خوب کې په خبرو پیل کوي، خو زیات سټرس انسان له خبرو څخه د ګرځېدو بهیر ته بیایي.

3. د درملو خوړل

ځینې درمل په ځانګړي توګه هغه درمل چې د درد ارامولو او خوب پیدا کولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي، د دې لامل کېږي چې انسان په خوب کې وګرځي.

4. د نشه یي توکو استعمال

ډېری هغه کسان چې له نشه یي توکو لکه: چرس، تریاک، سګرټ، نصوارو او نورو نشه یي توکو څخه ګټه اخلي، د نشه یي توکو کارول د دې لامل کېږي چې دوی په خوب کې وګرځي.

5. ناروغي یا تبه

تبه هم داسې یوه مرحله ده چې انسان د خپل بدن کنټرول له لاسه ورکوي، د تبې پر مهال په خوب کې د ګرځېدو امکان د نورو وختونو په پرتله څو برابره زیات دی، ځکه انسان پر خپلو کړنو باوري نه وي.
سردردي، عصبي او رواني ستونزې، ژور خپګان او په لسګونو داسې نور لاملونه شته چې په خوب کې د ګرځېدو لامل کېږي.
په خوب کې ګرځېدل دومره د اندېښنې وړ خبره نه ده، ځکه چې د وخت په تېرېدو سره په خپله هېرېږي، خو هغه کسان چې په خوب کې
ګرځي، باید دا خبرې تل په یاد ولري.
 – د خوب خونه یې باید په لومړی پوړ کې وي.
– که شونې وه، نو یوازې دې نه ویده کېږي.
– هغه وسیلې چې پرې ځان ته زیان رسولی شي لکه: ټوپک، چاړه او داسې نور دې له ځانه لرې کړي.
– مخکې له ویده کېدو باید ټولې دروازې او کړکۍ بندې کړي.
About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.