په بلاسټ سیالیو کې د راشدخان او قیس احمد دې لوبډلې کواټرفاینل ته ولاړې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

 

د وېټلېټي بلاسټ شل اوریزې سوداګریزې سیالۍ د جون په ۹ مه په انګلستان کې د اتلس لوبډلو په ګډون پیل شوې وې.

په دې لوبو کې نوین الحق، قیس احمد، مجیب الرحمن، راشدخان او محمدنبي عیسی خېل ولوبېدل.

د نوین الحق، محمدنبي او مجیب الرحمن دې اړوند لوبډلې بریالۍ نه شوې، چې دویم پړاو ته لار پېدا کړي؛ خو د راشدخان او قیس احمد دې لوبډلې دویم پړاو ته رسېدلي دي.

که څه هم د نوین الحق دې لوبډلې لېسټرشایر د جولای په ۱۸ مه خپله وروستۍ لوبه له ورسېسټرشایر څخه وګټله؛ خو د دې لوبډلې نومرې په جدول کې ۱۲ وې او ونه توانېده چې کواټر فاینل ته لار پېدا کړي.

د مجیب الرحمن دې لوبډلې مېډل سېکس هم خپله وروستۍ لوبه وګټله؛ خو دویم پړاو ته ونه رسېده، همدارنګه د محمد نبي دې اړوند لوبډله نارتمټن شایر هم بهر شوې ده.

خو د قیس احمد دې اړوند لوبډله کېنټ په څلورم کواټر‌فاینل کې له واروېک شایر لوبډلې سره مخ ده، دا لوبه د اګسټ په ۲۷ مه نېټه کېږي، تقریبا شپږ دېرش ورځې دا لوبې په وقفه کې دي.

د اګسټ په ۲۴ مه د راشدخان دې لوبډله سسېکس له یارک شایر سره په لومړۍ کواټرفاینل لوبه کې مخ ده.

په دویمه کواټرفاینل لوبه کې نتېنګهم شایر له همپشایر سره کوي او درېیمه کواټرفاینل لوبه د اګسټ په ۲۶ مه سمرسېټ له لانکا شایر سره لوبه کوي.

له دې اته لوبډلو به څلور نیمه پایلوبو ته وځي.

لومړۍ نیمه پایلوبه د سپټمبر په ۱۸ مه، دویمه یې هم د سپټمبر په اتلسمه او پایلوبه هم په همدې نېټه د شپې په پاو باندې لس بجې کېږي.

که څه هم کېنټ لوبډله کې قیس احمد و؛ خو اوس یې په لوبډله کې نوم نه برېښي.

 

د بلاسټ سیالیو اتلولۍ

دا لوبې په ۲۰۰۳ کې پیل شوي دي، چې لومړی پړاو یې سوري لاینز لوبډلې ګټلی و، دویم یې لېسېټر شایر فاکسیز په ۲۰۰۴ کې، په ۲۰۰۵ کې سمرسېټ، په ۲۰۰۶ کې لېسټرشایر، په ۲۰۰۷ کې کېنټ سپېټ فایرز، ۲۰۰۸ کې مېډل سېکس، ۲۰۰۹ کې سسېکس، ۲۰۱۰ کې همپشایر، ۲۰۱۱ کې لېسېسټر شایر، ۲۰۱۲ کې همپشایر، ۲۰۱۳ کې نارتنټس سټیل بېکس، ۲۰۱۴ کې برمینګم بیرز، ۲۰۱۵ کې لنکاشایر لایټېنګ، ۲۰۱۶ کې نارتنټس سټیل بېکس، ۲۰۱۷ کې ناټس اوټلاس، ۲۰۱۸ کې ورسېسټرشایر رپېډز، ۲۰۱۹ کې اي سېکس ایګلز او ۲۰۲۰ کې ناټس اوټلاس لوبډلې اتلولي ګټلې وه.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.