لکه څنګه چې موږ تاسو ټول پدې پوهیږو چې اسلام موږ ته د پاکوالي لارښوونه کړې او نظافت یې د ایمان یوه برخه بللې.
د بدن خوله کیدل او بدبويي يې هغه بده ناروغې ده چې ډیری چاغ خلک ترې ځوریږي، په خاص ډول د اوړي په سخته ګرمۍ کې بیا ډیره ستونزه زیږوونکي وي.
که مو د بدن خوله شوی بوی مقابل لوري ته ورغی، نو پوه شئ چې نوموړي/ې ته مو د سلیقې د نه مراعت له امله ځان کم شخصیته معرفې کړ.
دا چې په اوړي او یا هم هر بل موسم کې خوله کیږۍ او دا خوله مو بدبويي ونکړي زه يي درته د حل لارې ساده طریقه درښییم؛ هغه دا چې له پټکري کار واخلئ.
پټکری چې سپین رنګ لري، شکل يې قند یا نبات ته ورته دی، فرق يي له نبات سره دا دی چې هغه خوږ او پټکری تریو ته مایل خوند لري.
طریقه:
د ګوړې په اندازه د پټکري یوه برخه راواخلئ، ښه يي میده، میده کړئ او په یوه لوښي کې يې واچوئ.
تشناب ته تر ننوتو وروسته لومړی شاور واخلئ. تر شاور وروسته خپل ځان وچ کړئ. بیا هغه میده شوی پټکری راواخلئ او د وجود په هغو برخو يې ووهئ چې خوله کوي او د خولې له وجې درڅخه بد بوی ځي.
دا کړنه په همدې ډول څو وارې تکرار کړئ، نو په راتلونکې کې به یې له غمه خلاص یاست.
یادونه:
پټکری کیدای شي د ښار په مختلفو برخو کې پیدا شي، خو یو ادرس یې دا دی چې د اکثرو سیکانو په هټیو کې پلورل کیږي.