راټولونه: شپنه سلګۍ
هر انسان په ورځ کې ۲۳۰۰ سي سي اوبو ته اړتیا لري چي ۱۰۰۰ سي سي د غذایي مواو څخه، ۱۰۰۰ سي سي د څښاک څخه او ۳۰۰ سي سي د موادو د اکسیداشن څخه لاسته راوړي.
اوبه د پوستکي د تازوالي لامل ګرځي او په بدن کې مسموم مواد تصفیه کوي.
باید ووایو چي د انسان بدن هرکله اوبه د لاسه ورکوي، پوستکی او سږي ۸۰۰ سي سي، مدفوع ۱۰۰ سي سي او ادرار د ۵۰۰ تر۹۰۰ سي سي پورې اوبه له بدن څخه باسي.
“ال. سی.ال ونسان” وایي: ژوند بیله اوبو یعنی مرګ.
د جاپان هېواد څېړونکو په یوه مقاله کې لیکي چې د سهار له خوا د اوبو څښل د ډېرو ناروغیو د درملنې لامل کېږي، لکه د مفصلونو درد، شکره، د ویني فشار… حتا د سرطان!
دغه درملنه (د اوبو د درملني) یا WATHER THERAPY په نامه یادیږي چي په لاندي ډول ده.
1. سهار وختي د غاښونو د برس کولو څه مخکي څلور ګیلاسه اوبه څښئ.
2. ۱۵ دقیقې وروسته مو غاښونه برس کړئ.
3. تر راتلونکو ۴۵ دقیقو غذا مه خورئ.
4. د هرې غذا خوړولو څخه ۱۵ دقیقې وروسته (سهار، غرمه او ماښام) تر ۲ ساعتونو پورې د اضافه خوړلو او چښلو څخه ډده وکړئ.
- که د ډېر عمر لرونکي کسان د اوبو تر درملنې لاندې راځي او ۴ ګیلاسه اوبه نسي څښلای، کولای شي چې د ۲ ګیلاسو اوبو په څښلو سره شروع وکړي او د وخت په تېریدلو سره د اوبو اندازه ۴ ګیلاسو ته ورسوي.
د درملنې دوام په بېلابیلو ناروغیو پورې اړه لري، د اوبو درملنه باید د ۱ تر ۹ میاشتو پورې دوام وکړي.
د سهار لخوا د اوبو څښل په افغانستان کې هم رواج لري، کولای شو چې د دې ارزانه، ساده او ګټور میتود څه موږ او تاسې ټول ګټه واخلو.