په افغان پریمیر لیګ کې لوبیدلې بونډریانې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ننګرهار لوبډلې په ټولو ۷ ترسره شوو لوبوکې ۴۹ شپږیزې او ۷۵ څلوریزې وهلي، چې ټولټال ۱۲۴ بونډریانې کېږي.
کابل لوبډلې په ۶ لوبوکې ۶۶ شپږیزې او ۹۰ څلوریزې وهلي، چې ټولې ۱۵۶ بونډریانې کېږي.
پکتیا لوبډلې په ۶ لوبوکې ۶۴ شپږیزې او ۶۳ څلوریزې وهلي، چې ټولې ۱۲۷ بونډریانې کېږي.
کندهار لوبډلې په ۵ ترسره کړو لوبوکې ۳۰ شپږیزې او ۵۱ څلوریزې وهلي، چې ټولې ۸۱ بونډریانې کېږي.
او بلخ لوبډلې په ۶ ترسره شویو لوبوکې ۵۸ شپږیزې او ۷۹ څلوریزې وهلي، چې ټولې ۱۳۷ بونډریانې کېږي.
د ای پي ایل ۱۵ لوبوکې د ټولو لوبډلو له خوا ۲۶۷ شپږیزې لوبېدلي او ۳۵۸ څلوریزې په بېټ سره لوبول شوي.
د ای پي ایل په ټولو لوبوکې د بېټ په وسیله د ټولو لوبډلو توپ وهونکو له خوا ۶۲۵ بونډریانې لګېدلي، په دې بونډریانو کې لیګ بای او بای څلوریزې نه دي شاملې.

د ای پي ایل ۱۵ لوبې د اکټوبر تر ۱۴ مې نېټې ترسره شوي او اته لوبې د دوه؛ نیمه پایلوبو او یوې پایلوبې په ګډون پاتې دي، چې د اکټوبر په ۲۱ مه نېټه دا سیالۍ پای مومي او تر هغې وخته انتظار باسو چې څو نورې شپږیزې او څلوریزې لوبېږي.
په ای پي ایل لیګ کې تر دې دمه د وېکټو اخېستو لړۍ:
د ننګرهار بالرانو په ټولو ۷ لوبوکې ۴۵ وېکټې اخېستي.
د کابل بالرانو په ټولو ۶ لوبوکې ۲۷ وېکټې اخېستي.
د پکتیا توپ اچوونکو په ټولو ۶ لوبوکې ۴۲ وېکټې اخېستي.
د کندهار توپ اچوونکو په ۵ لوبوکې تر دې دمه ۳۳ وېکټې اخېستي.
او د بلخ توپ اچوونکو په ۶ لوبوکې تردې دمه ۴۲ وېکټې ترلاسه کړي دي.
په روان ای پي ایل کې تر پنځلسمې لوبې پورې د رن اوټ پرته ټولې ۱۸۹ وېکټې د ټولو لوبډلو له خوا اخېستل شوي دي.
چې ننګرهار د ۴۵ وېکټو په اخېستلو سره لومړی، پکتیا او بلخ د ۴۲ ، دوه څلوېښت وېکټو په اخېستلو سره دوهم او دریم، کندهار د ۳۳ وېکټو په ترلاسه کولو سره څلورم او کابل بیا د ۲۷ وېکټو په ترلاسه کولو سره پنځم ځای لري.
د شپږیزو مخکښ لوبغاړي:
شهزاد ۲۲ شپږیزې او ۲۱ څلوریزې وهلي.

حضرت الله ځاځي ۱۹ شپږیزې او ۲۸ څلوریزې وهلي.

لاوري ایوانس ۱۵ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې لوبولي.
انټن ډیوسېچ ۱۴ شپږیزې او ۲۲ څلوریزې وهلي.
کرېس ګېل ۱۲ شپږیزې او ۷ څلوریزې وهلي.

بېن کټېنګ ۱۱ شپږیزې او ۵ څلوریزې وهلي.
ریان ټېن ډېس کټی ۱۰ شپږیزې او ۱۵ څلوریزې لوبولي.
او سکندر رضا ۸ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې جوړې کړي.
د شهزاد محمدي په ۶ لوبوکې ټولې ۴۳ بونډریانې ترلاسه کړي.
حضرت الله ځاځي بیا په ۶ لوبوکې ۴۷ بونډریانې لوبولي.
د انټن ډیوسېچ له خوا په ۷ لوبوکې ۳۶ بونډریانې لوبول شوي.
لاوري ایوانس بیا په ۶ لوبوکې ۲۷ بونډریانې ترلاسه کړي.
ریان ټېن ډېس کټی ۶ لوبوکې ۲۵ بونډریانې لوبولي.
کرېس ګېل بیا په درې لوبوکې ۱۹ بونډریانې لوبولي.
سکندررضا ۶ لوبوکې د ۱۸ بونډریانو په ترلاسه کولو بریالی شوی.
او بېن کټېنګ بیا ۱۶ بونډریانې یا پولې کراس کړي دي.
په شپږیزو کې تر دې دمه شهزاد مخکې دی او څلوریزو کې بیا حضرت الله ځاځی لومړی مقام لري.