د ځوان ټولنیز بنسټ ۵۴ علمي لکچر ناسته.
راپور: د YSF فرهنګي کمیټه
ځوان ټولنیز بنسټ تیره اوونۍ د لکچرونو په لړ کې (په اسلام کې د سولې ارزښت) باندې هر اړخیز لکچر درلود.
دا لکچر ننګرهار کې د التقوا خصوصي پوهنتونو د حقوقو د پوهنځي استاد او ځوان دیني عالم لطیف الله قمري وړاندې کړ.
ښاغلي قمري په پيل کې د سولې پر کلیمې بحث وکړ. ده وویل؛ سوله د صلحې، په بڼه یوه عربي کلیمه ده، چې معناوې ډیرې لري، خو يوه معنایې ډیره کارول کیږي، هغه د جنګ جګړې بندول دي.
استاد قمري زیاته کړه؛ سوله د جنګ بندولو د شـخړو لرې کول او د اختـلافاتو ختمول یا سوله هغه تړون دی، چې جنګ او شخړې پرې ختمیږي، که په کوم ځای کې سوله نه وي نوهلته خلک یو له بل سره په جګړه اخته وي.
الله عزوجل څو څو ځله په سوله ( صلحه ) امر کوي:
فرمايي؛ (فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ ، الانفال / ۱) ژباړه : نو تاسې له الله څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړيكې سمې كړئ.
(وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (9) إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (10) ، الحجرات /۹ – ۱۰) ژباړه : اوكه له مؤمنانو څخه دوه ډلې پخپلو مينځو كښې په جنګ شي نو د هغو په مينځ كښې صلح وكړئ. بيا كه له هغو نه يوه ډله پربلې تيرى وكړي نوله تيري كوونكې سره وجنګيږئ، تردې پورې چې هغوى د الله د حكم خوا ته راوګرځي. بيا كله چې هغوى راوګرځي نو د هغوى په مينځ كښې په عدل سره سوله وكړئ، او انصاف وكړئ چې الله انصاف كوونكي خوښوي. مومنان خو يو د بل سره وروڼه وي، نو د خپلو وروڼو په مينځ كښې مناسبات سم كړئ اوله الله نه وويريږئ هيله ده چې پرتاسې رحم وكړاى شى.
حضرت محمد ص فرمايي؛ د سولې په لاره کې دروغ ويل هم جایز دي.
هغه د اسلام په تاريخ کې د سولې څو مثالونه هم بیان کړل؛
– د مسلمانانو خپل منځي سولې مثال
د علي او معاويه رضی الله عنهما ترمنځ د سولې تړون.
– د مسلمانانو او غير مسلمو ترمنځ سولې مثال
د حديبي سوله چې له مشرکینو سره شوې وه.
د سولې ګټې
استاد قمري د سولې ګټې په لاندې برخو وویشلې؛
۱- د سولې فردي ګټې؛ له حسد ، بغض او کيني څخه د زړونو پاکوالی، په زړونو کې د ميني او محبت پيدا کيدل، د شيطان چلونه او دوکې له منځه تلل.
۲- د سولې اجتماعي ګټې؛ د الله د رحمت مستحق ګرځيدل، د اسلام خپریدل، د ټولنې وحدت ساتل او د بيګناه وينې تويدلو څخه خلاصون.
نوموړي په یاده موضوع پراخ بحث وکړ چې د لکچر ګډونوالو پوښتنې یې هم ځواب کړې.
یادونه: ځوان ټولنیز بنسټ هره اوونۍ پر بیلابیلو موضوعاتو لکچر ناستې لري. دا ناستې د هرې پنجشنبې په ورځ ماسپښین دوه بجې وي، هر څوک کولی شي په وړیا ډول ګډون په کې وکړي.
پته: جلال اباد ښار، تالاشۍ چوک، ګمرک جومات ته مخامخ، سپین ټاور، پنځم منزل د ځوان ټولنیز بنسټ دفتر.