ژباړه: محمد عزيز پردېس
حتا ترټولو تکړه او با استعداده زده کوونکي هم د ازموينو پر وخت د تشويش او وېرې څخه په امان نه دي. په حقيقت کې اسټرس داسې يو عامل دی چې تاسو ته دا اجازه نه درکوي چې په خپل ټول قدرت سره د ازموينې پر وخت حاضر شئ. ځيني کسان بيا د داسې يو حالت سره مخامخېږي چې هر څه يې له ياده وځي او نشي کولی چې حتا ساده پوښتنې هم ځواب کړي.
په همدې اساس د ازموينو په جريان کې د اسټرس کنټرولولو مديريت ډېر اړين دی.
دا چې څرنګه کولی شو چې د ازموينو په لړ کې پر اسټرس او فشار برلاسي شو، نو دا ۵ لارښوونې ولولئ او عملي يې کړئ:
۱- باخبره واوسئ
د باخبرۍ څخه موخه دا ده چې تاسو په دې وپوهېږئ چې اسټرس يو رنځ لرونکی وضيعت دی. د کمو هڅو په مرسته کولی شو چې اسټرس لرونکی حالت درک او مديريت يې کړو. تقريبا د ډېرو ستونزو په څېر، پر اسټرس برلاسي کېدو لپاره لومړنی ګام تشخيص يا پېژندنه ده. که د ازموينو پر مهال متوجه شوۍ چې پرته له کوم دليل نه د ستونزو سره مخامخ شوي ياست، نو لاندې علايم په خپل ځان کې وڅېړئ:
– په شېبه کې نه هوښيارتيا او په تمرکز کې اختلال
– د خولې وچوالی
– سردرد او د زړه بدوالی
– د عضلو شخوالی
که پورتني علايم مو وليدل، نو په ډېر احتمال سره په تشويش او فشار ککړ ياست. دا چې غواړئ په اسټرس برلاسی شئ نو بايد پوه شئ چې څه وضيعت لرئ.
۳- خپل بدن ته اکسيجن ورسوئ
د مغز د طبيعي کارونې لپاره اکسيجن حياتي ماده بلل کېږي. د اسټرس پر مهال ممکنه ده ستاسو طبيعي حالت ګډوډ شي. په داسې وخت کې کولی شئ چې کړنلارې ځان ته غوره کړئ:
په ارامۍ سره د سوږمې له لارې يوه ژوره ساه واخلئ، د ۲ ثانيو لپاره مو ساه بنده کړئ، بيا له خپلې ساه اخېستلو خوند واخلئ. دا کړنه څو ځلې ترسره کړئ.
سترګې مو وتړئ، په ۳ ثانيو کې بيا ځلې ساه واخلئ او د يو څو شېبو لپاره مو ساه بنده کړئ؛ بيا له خپلې ساه اخېستلو خوند واخلئ. دا کړنه هم څو ځلې ترسره کړئ. دا کړنلاره مخکې له ازموينو څو ځلې ترسره کړئ.
۳- بېړه مه کوئ
که په ازموينه کې د پوښتنو د ځوابونو لپاره ځانګړی وخت په نظر کې نيول شوی وي، نو دا به د ځوابولو لپاره بشپړ او مناسب وخت وي او بېړې ته به اړتيا نه وي. کله چې يوه پوښتنه ستاسو لپاره ستونزمنه وي، نو معمولاً ځوابول به يې ډېر وخت ونيسي. خو په ياد ولرئ چې ازموينه يوازې همدا يوه پوښتنه نه ده او بايد عصبي نشئ. که ممکن وي له ستونزمنې پوښتنې تېر شئ او کله مو چې د پوښتنو پارچه بشپړه کړه، نو بيا پرې غور وکړئ.
بايد زير واوسئ، ترڅو خپل وخت مديريت کړئ. خپل ساعت ته وګورئ، د ازموينې ختمېدو ته مو چې ۲۰ دقيقې پاتې شوې؛ نو يو ځل بيا مو ځوابونه مرور کړئ او ځپل ځان ډاډه کړئ.
۴- حرکت وکړئ
د دې پرځای چې تل فکر او سوچ وکړئ، نو غوره به وي چې لږ مو بدن ته حرکت ورکړئ. پاڅېږئ، حرکت وکړئ او لاس په کار شئ.
حتا کې دې ته علاقمند هم نه وۍ چې حرکت وکړئ، نو بيا هم هڅه وکړئ چې پاڅېږئ، حرکت وکړئ او تحرک رامنځ ته کړئ. عضلې مو چې کله په حرکت راشي، نو د وينې جريان ډېرېږي او د وينې جريان ډېرېدل مو له اسټرسه ژغوري.
۵- پوښتنه کول عيب نه دی
که يوه پوښتنه کې ستونزه لرئ، خپل لاس مو اوچت کړئ او د مسولو کسانو څخه پوښتنه وکړئ، کومه بده پېښه نه رامنځ ته کېږي. حتا که تاسو ته ځواب هم درنکړل شي، حد اقل د يو څو شېبو لپاره به خو مو استراحت کړی وي؛ څرنګه مو چې مخکې يادونه وکړه چې د بدن حرکت د وينې د جريان او د اسټرس د کمېدو لامل کېږي.
ازموينې د ژوند يوه مهمه برخه ده، بايد جدي ونيول شي، خو دا اجازه بايد ورنکړو چې ازموينې په بشپړ ډول مونږ په خپلو منګلو کې ونيسي. ممکنه ده يوه ازموينه د کانکور په څېر ډېره مهمه وي، خو په هر حال؛ دا مو د تحصيلي دورې يوه برخه ده. په ياد ولرئ، په ازموينو کې بريالي کېدل، ستاسو د خوښ او نېکمرغه ژوند کولو او په ازموينه کې پاتې کېدل ستاسو د بدمرغه راتلونکې ضمانت نه دی.
وروسته له دې چې له ښوونځي او پوهنتون څخه فارغ شوۍ، په بشپړ ډول خپلواکه شوۍ؛ نو هرو مرو به د ازموينو په پرتله له ډېرو نورو لوړو او ژورو سره مخامخ شئ. ممکنه ده چې ډېرو سترې ماتې تجربه کړئ، چې بدې پايلې به ولري. داسې حالات به مو د ډېرو فشارونو او اسټرسونو سره مخامخ کړي، خو اوس به په دې پوهېږئ، چې څنګه په اسټرس او تشويش برلاسي شئ. له ماتو څخه تجربه واخلئ، ترڅو برياليتوب مو په برخه شي.
سرچينه: YOUC.IR