پنټاګون: نړۍ کې باید ژر خپل نظامي موقف بدل کړو

رنګین تجريدي ډیزاین

امریکا وایي ددې اړتیا لري چې په چټکه توګه په ټوله نړۍ کې خپل نظامي پلانونه او موقف بدل کړي.

د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون چارواکو ویلي چې دوی په ټوله نړۍ کې په تېره په سمندرون و کې د خپل نظامي حضور څرنګوالی ارزولی دی.

سرچینه وايي دوی دې پایلې ته رسېدلي چې دمګړی نړۍ له نوو ګواښونو سره مخ کېدونکې ده او امریکا هم ددې اړتیا لري چې د خپلو رقیبانو د کنټرول لپاره خپل نظامي اقدامات له سره وڅاري.

دغه شنونکو ویلي وروسته له هغه چې امریکا له افغانستان ووتله، نو د روسیې او چین په اړه هم اندېښنې ډېرې شوې دي چې د څارلو لپاره یې امریکايي پوځ په سمندرونو کې خپل حضور پراخ کړی دی.

سرچینې دغه راز په سوریه کې د ایران د نفوذ مخنیوي غوښتنه کړې، پر ایران یې د لا ډېر څار غوښتنه کړې او وايي چې پوځي تغیرات څومره ژر چې کېږي باید راوستل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي