پر نفس د ضایعه شوي باور بیا ترلاسه کولو لپاره دا لیکنه ولولئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: نور احمد فضلي
کوم کسان چې پر نفس زیات باور لري پر خپلو وړتیاوو متکي دي او په هره برخه کښې خپل مهارت ښکاره کوي او په جدیت او قاطعیت سره د نامعقولو غوښتنو په وړاندي نه وايي. یاد کسان د لوړ رواني سلامت درلودونکي دي او سربېره پر دې چې ځان ته قدر ورکوي نورو ته هم په ارزښت قایل وي.
ډاکټر کیهان نیا- د پوهنتون استاد- لیکوال او په کورنیو موضوعاتو کښې مشاور لیکي: که غواړئ چې ضایع سوی پر نفس اعتماد بیاځلي ترلاسه کړئ باید لومړی خپلې وړتیاوي وپېژنئ او د اړتیا پر مهال یې ښکاره کړئ. باید خپل شخصیت وپېژنئ او دا پېژندنه باید د مثبت فکرکولو سره ملګرې وي.
پر ځان باور لوړ او بدبینی کمه کړئ. ډېری وخت داسې راغلي دي چې د یوه کس د چال چلند په اړه د خپل باور او انتقاد په اړه د نظر ښکاره کولو جرات نه لرئ او همېشه مو ددې موضوع پر سره د ځان سره اخیستې وي. دا چې ولي دا خلک د خپلو باورونو او نظریاتو د اظهار په موخه پر ځانو لازم اعتماد نه لري لري بېلابېل لاملونه لري چې تر ډېره یې منشاء د کمترۍ احساس او پر ځان باور نه درلودل دي. دا خلک د ژوند له ښو بریالیتوبونو څخه ګټه نه شي اخیستلای او په یوه ډول یې په ژوند کښې خپل رول ورک کړی دی. دا خلک اکثراً د نه ویلو توان هم نه لري یعني د پيښو په وړاندې د ځواب ویلو قدرت نه لري او که چیري د یوه ناخوښ سلوک سره مخامخ شي؛ سترګي پر پټوي او همدا کار ددې سبب کیږي چې وروسته ځان ته په قهر وي چې ولي یې د ناخوښ عمل ځواب نه دی ورکړی او ولي ددې شخص په وړاندي کم راغلی دی.
دغه ډله خلک همېشه له کمزورۍ، ناتوانۍ او ستومانتیا څخه غږيږي او ځانونه نالایقه او کم تره ګڼي. پر دې کسانو چې موږ کوم لوی او ستر اعتراض کولی شو دا دی چې دوی همېشه په نه څه ځانونه قانع کوي او هیڅکله چمتو نه دي چې له خپلو وړتیاوو ګټه واخلي.
خو د هغو کسانو په وړاندي چې پر نفس زیات باور لري پر خپلو وړتیاوو متکي دي او په هره برخه کښې خپل مهارت ښکاره کوي او په جدیت او قاطعیت سره د نامعقولو غوښتنو په وړاندي نه وايي. یاد کسان د لوړ رواني سلامت درلودونکي دي او سربېره پر دې چې ځان ته قدر ورکوي نورو ته هم په ارزښت قایل وي.
داسې کسان هم سته چې کاذب غرور لري او پر څېرې یې نقاب وهلی دی ترڅو څوک یې پر نفس د باور نه لرلو ته متوجه نه شي او له ځانونو څخه د نورو د دماغونو اړولو له پاره شوني دي ځینو کارونو ته هم لاس واچوي خو باید پوه شو چې دا هرڅه یې یو حجاب/نقاب دي او دا خلک د واقعي بحران پر مهال د بحران د مدیریت کولو وړتیا نه لري او په ناخوښو پيښو کښې په سټریس او اضطراب کښې راګیریږي او د تصمیم نیوني توانايي له لاسه ورکوي.
که غواړئ چې ضایع سوی پر نفس اعتماد بیاځلي ترلاسه کړئ باید لومړی خپلي وړتیاوي وپېژنئ او د اړتیا پر مهال یې ښکاره کړئ. باید خپل شخصیت وپېژنئ او دا پېژندنه باید د مثبت فکرکولو سره ملګرې وي.
باید پر ځان باور زیات او بې باوري کمه کړئ. کله چې په یوه شخص کښې دغسي حالتونه پیداکیږي د پیاوړتیا احساس او پر نفس اعتماد پیداکوي او کولای شي چې په یوه ډول ځان تر اوبو تېرباسي. دا خلک د نورو سره مینه کوي او له خبرو یې ښې خاطرې پرېږدي. د سختیو په وړاندي مقاوم کیږي او د خپل دروني توان په قوي کولو سره د ژوندانه له لوړو ژورو څخه په بریالیتوب سره راوځي.