پاکستان کې ټپي شوې لوبډله، یاد هېواد کې لوبه کوي.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: سميع الله درانی
له ۲۰۰۹ م کال څخه کابو لس کاله وتلي دي، چې پاکستان کې رسمي نړیوال کرکټ نه دی شوی؛ خو اوس یو پاکستاني مینوال له کرکټ نړیوالې شورا غوښتي، چې پاکستان ته کرکټ راواپس کړي او نړیوالو سیریزونو ته پاکستان کې اجازه ورکړي.
د سریلانکایي لوبډلې د امنیت ارزونې غړي پاکستان ته راغلي او لاهورکې یې امنیتي وضعیت څېړلی دی، دوی پاکستان کې لوبې لپاره وضعیت مثبت بللی دی.

سریلانکا اوس غواړي د ۲۰۱۹ م کال په وروستیو کې یواځېنۍ ټېسټ لوبه د پاکستان په هلوځلو په دغه ناامنه هېواد کې ترسره کړي.
د ۲۰۰۹ م کال مارچ میاشت کې لاهور ښارکې د سریلانکايي لوبډلې په بس موټر د وسله والو له خوا برید وشو، چې ډېری سریلانکایي لوبغاړي پکې ټپیان شول.
له هغې وروسته په پاکستان کې د کرکټ نړیوالې شورا کرکټ درولی دی او د لوبډلو لوبلړیو ته پکې زړه نه ښه کوي، ډېری لوبډلې هم پاکستان کې له لوبو کولو انکار کوي.
د سریلانکايي لوبډلې د امنیتي برخې اجرایوي مشر اشلي ډیسیلوا ویلي، مونږ له خپلو دولتي چارواکو سره په دې اړه مشوره کوو، کله چې مشوره پای ته ورسېده، بیا به پرېکړه وکړو، چې پاکستان ته لوبې ته ولاړ شو او کنه.

ډیسیلوا ویلي پاکستان ته د سفر په هکله تر ټولو ډېره اندېښنه د لوبغاړو ده، د سریلانکا لوبډلې په ۲۰۱۷ م کال کې پاکستان کې شل اوریزې لوبې کړې وې، خو په هغو لوبو کې ملېنګا، اپال ترنګا، نورېشن ډېکوېلا، سورنګا لکمل او دننجایا ډیسیلوا د امنیتي اندېښنې له امله پاکستان ته نه وو تللي او لوبډلمشري تېسارا پرېرا کړې وه.
۲۰۰۹ کال کې چې کومه حمله شوې وه، په هغې کې د ماشینګړې، راکټونو او ګرنیټونو حملې شوې وې په حمله کې ۶ پاکستاني پولیس افسران او ۲ ملکي وګړي وژل شوي وو.

د سریلانکایي لوبډلې ۶ لوبغاړي، دوه تنه عمله او یو د چمتووالي لوبڅار ټپیان شوي وو.