پاکستان په خپل کورکي د سريلانکا لخوا کلين سويپ سو!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
د پاکستان اړ سريلانکا ترمنځ د شل اووريزو لوبو سيريز د سريلانکا په ګټه پایته ورسیدی.
مخکنۍ دوې لوبي سريلانکا ګټلي وې ، د دريمي لوبي ټاس يې هم وګټی او توپوهنه یې انتخاب کړه.
20191010 092816 پاکستان په خپل کورکي د سريلانکا لخوا کلين سويپ سو!
سريلانکايي لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۴۸ منډي هدف وټاکی.
اوشادا ۷۸،پريرا ۱۳ او شانکا ۱۲ منډي وکړې.
د پاکستان لپاره توپ اچوونه کي محمد عامر ۳، عماد وسیم او وهاب رياض يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۴۸ منډو هدف په تعقیب پاکستان په لومړي توپ لومړۍ ويکټه له لاسه ورکړه.
20191010 092805 پاکستان په خپل کورکي د سريلانکا لخوا کلين سويپ سو!
وروسته سوحيل ۵۲، بابر اعظم ۲۷ او افتخار ۱۷ منډي وکړې خو ټوله لوبډله يې په ۱۳۴ منډو کي وسوځيدله.
د سريلانکا لپاره هسرنګا ۳، کمارا ۲ او راجیتا یوه ویکټه ترلاسه کړه.
سريلانکا د ۱۳ منډو په توپير دريمه شل اووريزه لوبه هم وګټله.
هسرنګا د دريمي لوبي او هم د سيريز د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.
20191010 092844 پاکستان په خپل کورکي د سريلانکا لخوا کلين سويپ سو!
سريلانکا د خپل نړيوال کريکټ په تاريخ تر اوسه يو شل اووريز سيريز په ۳—۰ نه وو ګټلی،دا لومړی ځل وو چي په پاکستان کي يې د خپل هيواد لپاره په تر ټولو ځوانه لوبډله دغه ريکارډ جوړ کړ.