د پاکستاني پارلمان غړو ویلي چې د دغه هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو په پرونۍ غونډه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان طالبانو پر وړاندې د عملیاتو د پیلولو خبرداری ورکړی دی.
یو شمېر پاکستاني قانون جوړونکو د نوم نه خپرېدو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه او د استخباراتو رییس ویلي چې ښایي په پاکستان کې د طالبانو د ځپلو مسئله سخت غبرګون هم ولري، نو پاکستان باید غبرګون ته چمتووالی ولري.
دا ناسته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه جوړه شوې وه پکې د سیمې پر وضعیت خبرې اترې شوې دي.
دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وو چې که چېرته طالبان په زور واک ته ورسېږي نو پوځ به یې څه ونه کړي خو دوی به ورسره خپلې پولې وتړي.
د یادونې ده چې ځینو نورو راپورونو کې ویل شوې، چې د پاکستان د استخباراتو او پوځ مشر پوره اته ساعته د دغه هېواد پارلمان ته د بندو دروازو تر شا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
دغه چارواکو ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي خو په خبره یې پر دغه ډله اوس د پخوا په څېر نفوذ نه لري.
جنرال قمر جاوید باجوه بیا اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي په افغانستان کې جګړې ډېرې شي له همدې امله دوی پر ډیورنډ لا ډېر اقدامات ترسره کوي.
دده په خبره پاکستان هڅه کوي د کډوالو د اوښتو او ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا مخنیوی وکړي.
دغه لوړپوړو پاکستاني پوځي چارواکو ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغان حکومت پر پاکستان شک لري چې د سولې په برخه کې رښتینی نه دی او د روانې جګړې ټول مسوولیت پر دغه هېواد دی.