د پاکستان کرکټ بورډ هڅه کوي تر څو پاکستان ته نړیوال کرکټ او بهرني لوبغاړي ولیږي.
د دغه هېواد کرکټ بورډ د تیرو ۳ کلونو راهیسې په مسلسل ډول کوشش کوي، چې پاکستان ته د نړیوال کرکټ مخ بیا ور وګرځوي.
له کله نه چې په ۲۰۰۹ م کال کې پاکستان کې د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړی مرګونی برید ترسره شوی، پاکستان څخه نړیوال کرکټ او لوبغاړو کډه کړې ده.
خو اوس په دې وروستیو کلونو کې په یو نه یو ډول پاکستانی حکومت او کرکټ بورډ هڅه کوي، چې دغه هېواد ته بیا نړیوال کرکټ په یو نه یو ډول انتقال کړي، خو بهرنۍ لوبډلې او لوبغاړي ورته د ورتګ څخه په مسلسل ډول انکاري شوي دي.
پاکستاني کرکټ بورډ د خپل کورني کرکټ «PSL» یا پاکستان سوپر لیګ په نوم سیالۍ د لمړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي، خو د دویم پړاو پای لوبه او دریم پړاو د پای لوبې ترڅنګ نیمه پای لوبې هم پاکستان ته انتقال کړې.
اوس د پاکستان د سوپر لیک سیالیو رسمي ویب پاڼې خبر ورکړی، چې پاکستان کرکټ بورډ غواړي د څلورم پړاو ټولې لوبې پاکستان کې ترسره کړي، خو لا یې هم د مهالویش په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دغه لیک سیالیو په تیرو ۳ پړاونو کې د افغانستان په شمول د نورو بهرنیو هېوادونو د کرکټ زیات شمیر لوبغاړو ګډون کړی و، خو په تیرو دوه پړاونو کې زیاتو بهرنیو لوبغاړو پاکستان ته د سیالیو د انتقال له کبله دغه لیګ سره لار جدا کړه او دغه هېواد ته یې د ترینګلو امنیتي حالاتو له کبله د ورتګ څخه انکار وکړ.
په دغه ډله کې د اسټرالیا، انګلستان، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا، نیوزیلینډ او نورو هېوادونو د کرکټ لوبغاړي شامل و، چې پاکستان کې د سیالیو د ترسره کیدو وړاندې یې انکار کړی و.
خو اندیښنه دا ده، چې که چیرې پاکستانی کرکټ بورډ غواړي د څلورم پړاو سیالۍ ټولې پاکستان کې ترسره کړي، نو بهرني لوبغاړي به پاکستان د ورتګ لپاره زړه ښه کړي که څنګه؛ لا څه نه دي ویل شوي، خو ښکاري داسې، چې پاکستان به د بهرنیو لوبغاړو په نه ورتګ د کورني کرکټ سوپر لیګ سالیو ته زیان ورسوي.
د پاکستان د کورني کرکټ د سوپر لیګ څلورم پړاو سیالیو په اړه ویل کیږي، چې د راتلونکي ۲۰۱۹ م کال د فیبرورۍ او جون میاشتو کې به ترسره شي.