د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځلې بیا په هند تور لګولی چې افغانستان کې د سولې روانه پروسه ګډوډول غواړي.
قریشي ویلي پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې هڅې کوي او د سولې په روانه پروسه کې یې خپل رول لوبولی دی.
نوموړي تور لګولی چې هند افغانستان کې د سولې مخې ته خنډونه راولاړوي.
تر دې مخکې هم کله ناکله د پاکستان دولتي چارواکو په هند تورونه لګولي چې د افغان سولې پروسه ګډوډول غواړي خو هندي چارواکو د پاکستان دا تورونه بې اساسه بللي او اسلام اباد یې کابل کې د ګډوډۍ او ناامنۍ په دوام تورن کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر په دې وروستیو کې د پاکستان د تورونو په ځواب کې ویلي وو هند افغانستان کې د سولې او امن پلوی دی او دوی د یو با ثباته افغانستان غوښتونکي دي.
قریشي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل کابل ته راغی چې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او خپل افغان ساري حمدالله محب سره د سولې د پروسې او له تروریزم سره د مبارزې په برخو کې پر همکاریو خبرې وکړي.
هندي رسنیو ناوخته راپور ورکړ چې د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار کابل ته تللی دی.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې ښاغلي دوفل له ولسمشر غني سره په کتنه کې د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د همکارۍ پر زیاتېدو او د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمې د هیوادونو د موافقې په ترلاسه کولو کې د هلوځلو پر ډېرېدو خبرې وکړې.
ولسمشر غني وویل چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د ثبات او امنیت کلکې ستنې دي او د سیمه ییز او نړیوال تروریزم پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.
نوموړي زیاته کړې وه، هند او افغانستان له ناټو او امریکا سره د ګډو هڅو له لارې کولی شي له ترورېزم سره په مبارزه کې بریالیتوب ته ورسېږي.
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل وویل، هیواد یې له افغانستان سره د همکاریو د دوام غوښتونکی دی او تیار دی چې پر ګډو ګټو خبرو ته دوام ورکړي.