پاکستان د کرکټ په ډګر کې هغه هېودوا شمیرل کیږي، چې ډیر کله هڅه کوي کرکټ په سیاست کې دخیل کړي او د همدې له کبله یې وخت نا وخت د هېوادونو ترمنځ ناندرې راپورته کړې دي.
پاکستان د هندوستان سره د کلونو دښمني په کرکټ کې هم پالي او د داوړو هېوادونو ترمنځ هر وخت لانجې او جنجالونه رامنځ ته کیږي.
په دې وروستیو څو کلونو کې د افغانستان کرکټ مخ پر ودې روان دی او ځیني هېوادونه د افغانستان د کرکټ د لا پرمختګ په موخه د مرستې لاس غځوي، چې له ډلې یې هندوستان په لمړي سر کې راځي.
خو د هندوستان مرسته افغانستان سره د پاکستان پر زړه د ګولیو ګوزارونه دي.
پاکستان، هندوستان سره د خپلې دښمنۍ له کبله په هیڅ صورت نه غواړي، چې افغانستان سره دې هند مرسته وکړي، نو به همدې خاطر یې په ورستیو کې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ مخې ته خنډونه جوړل پیل کړي دي.
وروسته له هغې، چې د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ خبر ورکړل شو، پاکستان دغه کار برداشت نشو کړی او په ښکاره ډول یې غبرګون وښود، چې دغه سیالي باید د هندوستان پر ځای د پاکستان سره شوی وی.
د دواړو افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالي د روان کال د جون میاشتې په ۱۴ مه نیټه پیل شي او تر ۱۸ به دوام وکړي.
داسې هم ویل کیږي چې پاکستان ته نژدې کړیو تیر کال د افغانستان د کورني کرکټ په شپږیزه لیګ سیالیو د بمې حملې هڅه وکړه او غوښتل یې چې بهرني لوبغاړي افغانستان ته په راتګ پښیمان کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ په دې وروستیو ورځو کې د (APL) یا افغان پریمییر لیګ سیالیو د ترسره کیدو خبر ورکړ، چې د روان کال اکټوبر میاشت کې به په متحده عربي امارتو کې د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په شتون کې ترسره شي.
خو اوس د پاکستان کرکټ بورډ د متحده عربي امارتو کرکټ بورډ ته د اخطار په ډول خبرداری ورکړی دی، چې دوي دې د اکټوبر میاشت څخه تر مارچ میاشتې پورې هیڅ ډول لیګ سیالۍ په امارتو کې نه ترسره کوي، ګنې خپل ټول کرکټ به مالیزیا ته انتقال کړي.
له دې معلومیږي، چې پاکستان نه غواړي د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالۍ په امارتو کې ترسره شي، ځکه چې په دغه موده کې هیڅ کوم ډول بل لیګ سیالۍ په اماراتو کې نه ترسره کیږي او په همدې ډول غواړي افغان پریمییر لیګ ترسره کولو په مخکې خڼدونه جوړ کړي.
د متحده عربي امارتو کرکټ بورډ تر دې مهاله پاکستان ته د هو یا نه ځواب نه دی ورکړی، خو دا چې اوس خبره آن په نړیوالو رسنیو کې خپره شوه، نو ښايي د امارتو د کرکټ بورډ چارواکي داسې کوم غلط اقدام ونکړي، ځکه چې د پاکستان پر سره به یې نور کرکټ ته زیان ورسیږي.