د پاکستان کرکټ بورډ د اسټرالیا او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلو پاکستان ته د راتګ په موخه د دغه هېوادونو د کرکټ بورډ مسولینو ته وړاندیز کړی دی.
د اری سپورټز د معلوماتو له مخې، پاکستاني کرکټ بورډ د اسټرالیا او نیوزیلینډ کرکټ بورډونو څخه پاکستان کې د ۲۰ اوریزه سیالیو د ترسره کیدو غوښتنه کړې ده.
بل خوا د اسټرالیا او نیوزیلینډ کرکټ بورډونو پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د سیالیو د ترسره کیدو او ورتګ کې زړه نه زړه دي او تر اوسه یې هیڅ کوم ډول ځواب پاکستاني کرکټ بورډ ته نه دی ورکړی.
پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د کرکټ بورډ عمومي مشر نجم سیټي تیره میاشت په هندوستان کې د کرکټ نړیوالې شورا په وروستۍ غونډه کې د اسټرالیا او نیوزیلینډ د کرکټ بورډ مسولینو سره په دې اړه خبرې کړې، تر څو خپلې لوبډلې پاکستان ته د سیالیو د ترسره کیدو لپاره ور ولیږي او پاکستان ته د نړیوال کرکټ په بیرته ورتګ کې مرسته وکړي.
څو کلونه وړاندې پاکستان کې د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړو ځان وژونکی برید شوی و، چې پکې د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې ۶ لوبغاړي ټپیان شوي هم و، نو ځکه خو اوس هیڅ کومه لوبډله پاکستان ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي.
خو پاکستانی کرکټ بورډ اوس په دې هڅه کې دی، چې نړیوال کرکټ بیرته پاکستان ته انتقال کړي او په همدې موخه یې د ویسټ انډیز، سریلنکا، زیمبابوې او د ورلډ ایلیون لوبډله پاکستان ته د لکونو ډالرو په بدل کې وبللې، خو دغه لوبډلو سره د یو شمیر لوبغاړو پاکستان په ورتګ کې د پاکستان هیلې په سیند لاهو کړې.
د یادونې وړ ده، چې پاکستاني کرکټ بورډ دغه هېواد ته د نړیوال کرکټ د بیا ورستنیدو او د کرکټ نړیوالې شورا ته د ډاډ ورکولو په هدف د پاکستان د سوپر لیګ سیالیو دویم او دریم پړاو وروستۍ لوبې د پاکستان په کراچۍ او لاهور کې ترسره کړې، چې هلته هم د بهرنیو لوبغاړو د ورتګ څخه انکار دغه لیګ سیالۍ کم رنګه کړې.