پاکستانۍ لوبډله کلين سويپ سوه.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان او پاکستان ترمنځ د ۵ لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه هم انګلستان وګټله.
د لوبي پچه انګلستان وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه.
انګلستان په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځيدو ۳۵۲ منډي هدف وټاکی.
FB IMG 1558302327351 پاکستانۍ لوبډله کلين سويپ سوه.
وينس ۳۳، بيړسټو ۳۲، روټ ۸۴، مورګن ۷۶، بټلر ۳۴ او ټام کرن ۲۹ منډي وکړې.
د پاکستان لپاره شهنشاه افريدي ۴، حسن علي او محمدحسنین يوه يوه او عماد وصیم ۳ ويکټي واخيستې.
FB IMG 1558302353012 پاکستانۍ لوبډله کلين سويپ سوه.
د انګلستان د ۳۵۲ هدف لپاره پاکستاني توپوهونکو ډير خراب پيل وکړ.
په ۷ منډو کي يې ۳ لوبغاړي دلاسه ورکړي وه.
فخر زمان صفر، عابدعلي ۵ او محمدحافظ په صفر منډو وسوځيدل.
خو وروسته بابر اعظم او سرفراز احمد قوي ملګرتیا جوړه کړه.
بابر اعظم ۸۰، او سرفراز ۹۷ منډي وکړې، ورپسې اصف علي ۲۲، عماد وصيم ۲۵ او محمدحسنين ۲۸ منډي وکړې.
FB IMG 1558124037906 1 پاکستانۍ لوبډله کلين سويپ سوه.
د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۷م اوور کي په ۲۹۷ منډو وسوځيدله.
د انګلستان لپاره کريس ووکس ۵، عادل راشد ۲ او ويلي يوه ويکټه ترلاسه کړه.
انګستان د ۷۰ منډو په توپير پاکستان ته ماته ورکړه.
د لوبي غوره لوبغاړی کريس ووکس سو.
FB IMG 1558301938862 پاکستانۍ لوبډله کلين سويپ سوه.
د سيريز لومړۍ لوبه د باران له کبله بې نتيجې پایته ورسيده، ۴ نوري پرلپسې لوبي انګلستان وګټلې او پاکستان ونه توانيدی چي يوه لوبه هم وګټي،او کلین سويپ سو.
FB IMG 1558302133012 پاکستانۍ لوبډله کلين سويپ سوه.
جیسن رای د سيريز د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.