پاکستانی کرکټر عبدالرازاق یو ځل بیا میدان ته راځي

رنګین تجريدي ډیزاین

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر عبدالرازاق یو ځل بیا د کرکټ ډګر ته راستنیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویب پاڼې سره په خبرو کې دغه پاکستاني کرکټ ویلي دي، د پاکستان ټلویزیون «PTV» سره د تړون له مخې به په راتلونکې قاید اعظم ټرافي سیالیو کې ولوبیږي.

نوموړي ویلي، چمتو دی، چې یو ځل بیا د کرکټ ډګر ته راستون شي او خپل ځان و ازمايي، خو له دې راستنیدو څخه یې موخه یوازې د پاکستان کورني کرکټ سیالیو کې لوبیدل دي.

 عبدالرازاق ویلي په دې پوهیږي، چې نور د پاکستان لپاره په نړیوال کرکټ نشي لوبیدی، ځکه چې په زیات شمیر نوي ځوانان رامخکې شوي دي او هغوی په خپل ځای ښه لګیا دي.

Abdul Razzaq 1 پاکستانی کرکټر عبدالرازاق یو ځل بیا میدان ته راځي

 پخواني الراونډر په خپلو خبرو کې ویلي مخکیني پاکستاني توپ وهونکي محمد وسیم دی د پاکستان په کورني کرکټ سیالیو کې د لوبیدو په موخه تشویق کړی دی.

رازاق ویلي، د کرکټ مینه یې لا هم ژوندۍ ده او یو ځل بیا یې هڅه کړې، چې د راتلونکو دوه کلونو لپاره نور هم په میدان کې ولوبیږي.

دغه پاکستان الراونډر وايي د پاکستان د کورني کرکټ قاید اعظم ټرافي تر څنګ د سږ کال رمضان جام سیالیو کې هم ګډون کوي او هم هیله لري، چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو د راتلونکي ۴ م پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

Razzaq پاکستانی کرکټر عبدالرازاق یو ځل بیا میدان ته راځي

 عبدالرزاق د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په ګټه په ۴۶ ټیسټ، ۲۶۵ پنځوس اوریزه او ۳۲ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې لوبیدلی او په لوبډله کې یې په خپل وخت کې د یو مهم لوبغاړي رول درلود.

نوموړی د پاکستان لپاره د جنوبي افریقا خلاف په ۲۰۱۳ م کال کې په وروستۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ولوبید او له هغې وروسته بیا په نړیوال کرکټ کې ونه لیدل شو.

 دغه پاکستان کرکټر تیر کال د افغانستان د کورني کرکټ په شپږیزه لیګ سیالیو کې د لوبیدو په موخه د انګلستان څخه افغانستان ته هم راغلی و او د امو شارک لوبډلې سره ولوبید.