پاکستان کې د بشري حقونو نامتو ملاتړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر سید علم محسود نیول شوی دی.
د دغه غورځنګ د غړي سید علم محسود زوی یوه ویډیو خپره کړې او په ویډیو کې ښکاري چې محسود پېښور کې له خپل کوره نیول شوی او پر دې تورن شوی چې د دولت ضد څرګندونې یې کړې دي.
https://www.facebook.com/108207972620470/posts/3559123177528915/
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې بلې مشرې سنا اعجاز پر فېسبوک یوه وېډیویي پيغام کې ویلي چې څو پولیسو د محسود پر کور چاپه وهلې ده.
دا وايي: “زموږ د تحریک یو رهنما او مشر ډاکتر صاحب سید علم محسود صاحب له خپل کور نه ګرفتار شو، بلا شمېر پولیس او نور خلک د پولیسو په ګاډو کې د هغه کور ته راغلل، داسې رویه یې کوله چې هېڅیې د سؤال ځواب وخت نهورکاوه.”
محسود پرون داسې حال کې ونیول شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د خپلو هغو مشرانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې وروستیو اوونیو کې نیول شوي دي.
د سید علم محسود د نیول کیدو په اړه د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتين په خپله فېسبوک پآڼه لیکلي چې د پاکستاني حکومت پر ضد به د دوی مبارزه دوام ولري.
نوموړي ویلي، په دې عمر کې د یو پښتون ډاکټر او د غورځنګ مخکښ غړي سید عالم محسود نیول د جبر انتها ده.
پښتین لیکلي: «ډاکټر سید علم تر اوسه پورې هيچا ته ضرر نه دی رسولی خو چه کومو راو انوارانو په سلګونو انسانان وژلي هغوی ته حکومتي پروټوکول ورکول کيږي.»
پښتين زیاته کړې، چې سید علم د پښتنو په سر نیول شوی او په خبره یې ترهغه چې د پاکستان حکومت د پښتنو له ځورولو او د دوی له سپکاوي لاس وانخلي نو پر ضد به یې د دوی مبارزه دوام ولري.
منظور پښتین داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر اوس هم دپاکستاني حکومت په زندان کې شپې او او ورځې تېروي.
د یادونې ده چې د دې غورځنګ غړي له څو اونیو راهیسې د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کوي خو پاکستاني حکومت تر اوسه هغه نه دی خوشې کړی.
د علي وزیر په نیول کېدو د نړۍ ټولو پښتنو غبرګونونه وښودل او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.
کلونه کېږي چې پاکستان کې پښتانه په بېلابېلو نومونو د پاکستاني حکومت له لوري ځورول کېږي خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ له سختې مبارزې سره سره بیا هم یاد حکومت تر اوسه له خپلو کړنو لاس نه دی اخیستی.
تر اوسه پاکستاني پولیسو د سید علم محسود د نیول کیدو په اړه څه نهدي ویلي.