پاکستانی خبریال: محمد حفیظ!ډیلسټېن له ټېسټ لوبو استعفا وکړه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه:بهار سمسور
دوه ورځې وړاندې د جنوبي افریقا پیاوړي چټک توپ اچونکي ډیل سټېن له ټېسټ کریکټ سره مخه ښه وکړه،نوموړي په ۹۳ ټېسټ لوبو کې ۴۳۹ ویکټې تر لاسه کړې.
پر ټوېټر د سټېن دا استعفأ هر چا ولیدله، یو پاکستاني خبریال سلیم خالد د کریکټ نړیوالې شورا پر ټویټر خپور شوی،د سټېن اړوند پوسټ شیر او پاکستانی پیاوړی الرونډر محمد حفیظ یې مېنشنډ کړی او ورته یې لیکلي:
“ڈیل اسٹین ٹیسٹ کرکٹ سے ریٹائر ہو گئے محمد حفیظ ـــ
ډیل سټېن له ټېسټ کریکټ څخه استعفا وکړه،محمد حفیظ.”
20190806 1237206939939638170037376 پاکستانی خبریال: محمد حفیظ!ډیلسټېن له ټېسټ لوبو استعفا وکړه
دا جمله د پاکستاني لوبغاړي محمد حفیظ د غوسې باعث ګرځیدلې او ممکن دا یې د ځان لپاره تمسخر او سپکاوی ګڼلی وي.د خبریال دې جملې ته محمد حفیظ ریټوېټ کړی او په انګلیسي یې لیکلي:
“Right or wrong not sure ,but u r pure journalist.
ښه او بد پرېکړه ضرور نه ده،بلکې ته پاک خبریال یې.”
20190806 1236523622878028563401389 پاکستانی خبریال: محمد حفیظ!ډیلسټېن له ټېسټ لوبو استعفا وکړه
دا جمله د حفیظ له لوري لیکل د خبریال لپاره برعکس ښودل شوې ده، خو خبریال سلیم هم بیا په ځواب کې لیکلي:
“dear it,s just a joke,
ښاغلیه دا فقط یوه ټوکه ده.”
20190806 123627735088474627642741999 پاکستانی خبریال: محمد حفیظ!ډیلسټېن له ټېسټ لوبو استعفا وکړه
له دې جملې وروسته حفیظ هم ځواب نه دی ورکړی، خبریال دا یو ډول محمد حفیظ ته ایشاره کړې، چې ګني ته هم نور د لوبو کولو نه یې، باید له یو ورځینیو او شل اوریزه لوبو هم نور لاس په سر شې.
اما د حفیظ دا ګونګه جمله لیکل هم یو بل بحث ته ضرورت پیښوي،خو له دا ډول حالت سره یوازې محمد حفیظ نه بلکې زیات نور لوبغاړي هم مخ دي،چې کریکټ مبصرین یې نور وخت دا په ګوته کوي،تر څو استعفأ ورکړي او ځوانو لوبغاړو ته مخه پریږدي.
د توپ وهنې الرړنډر محمد حفیظ دا وخت ۳۸ کاله عمر لري،چې کلونه یې د پاکستان لپاره کریکټ وکړ او په تېر نړیوال جام کې هم د پاکستان لپاره ښه ولوبیده.حفیظ په خپله هم له ټېسټ کریکټ سره مخه ښه کړې،خو په یو ورځینیو او شل اوریزه لوبو کې لا هم د لوبیدو هوډ څرګندوي.20190806 1236028389778348001584980 پاکستانی خبریال: محمد حفیظ!ډیلسټېن له ټېسټ لوبو استعفا وکړهمحمد حفیظ په ۵۵ ټېسټ، ۲۱۸ یو ورځینۍ،۸۹ شل اوریزه لوبو کې لوبیدلې چې ۳۶۵۲، ۶۶۱۴، ۲۰۰۰ منډې یې په پورته دریو برخو فارمټونو کې درج کړي دي.
نوموړی دوه ځلې د خپل اف برېک توپ ګزارولو پر وخت د لاس (اکشن)انداز د سم نه کارولو په ګنا د کریکټ نړیوالې شورا له لوري له بالېنګ کولو منع شوی هم دی.