پاکستاني کیپتان: افغانستان د نړۍ تر ټولو غوره سپینران لري او دوی یې وارخطا کړي وو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاکستان د کرکټ لوبډلې کیپتان سرفراز احمد، افغان لوبډله ستایلې او منلې یې ده چې د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو په سیالۍ کې یې دوی په داسې حال کې چې وروستی اور یې و، وارخطا کړي وو.
سرافراز احمد پرون له لوبې وروسته وویل” موږ افغانستان ريښتیا هم وارخطا کړې وو.“ د نوموړې په وینا امام الحق، بابر اعظم او شعیب ملک تر اخره ښه لوبه وکړه، خو په دې شرایطو کې د افغانستان په وړاندې چې زما په فکر د نړۍ غوره سپینران ورسره دي، 250 پوره کول اسانه کار نه دی او باید ډیره ښه توپووهنه شوې وی څو پاکستان دا لوبه ونه بایلي.
شعیب ملک چې تر دې مخکې کلونو کې یې هم د اسیا جام په ټورنمنټونو کې ښې منډې جوړې کړې دي، په پرونۍ لوبه کې په غوره توپوهنه وکړه او پاکستان یې د افغانستان په وړاندې په یو ورځنۍ نړېواله لوبه کې له حتمي او لومړنۍ ماتې وژغوره.
شعیب ملک چې په نړېوال کرکټ کې د یوې نیمې لسیزه تجربه لري، پرون له لوبې وروسته وویل: د یو تجربه کار لوبغاړي په توګه چې کافي کرکټ دې کړي وي، باید پوه شې چې باید تر پنځوسم اور پورې توپوهنه وکړې.
نوموړې زیاته کړه” په وروستي اورونو کې یو وخت داسې راغی چې غوښتونکی رن ریټ تقریبا 10 و، خو ما ځان سره وویل چې باید تر پایه بیټ وکړم، ځکه موږ نور توپوهونکي لرل چې وروسته غټ شاټونه ووهي. “
دې پاکستاني لوبغاړی وویل، په داسې وخت کې باید هڅه وشي چې فشار په باولرانو راشي. د نوموړي په وینا ان ښه باولران هم کله چې په منځنیو اورونو کې باولینګ کوي ډیر ډاډمن وي او یوازې غواړي چې اوټ دې کړي، خو په پای کې که هغوی لاس بری هم وي، وارخطا کیدای شي او د توپوهونکي په توګه پر هغوی رعب غورځولی شې.
پرون د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه کې د دواړو ټیمونو په فیلډینګ کې ستونزې موجودې وي. پاکستاني کیپتان له رسنیو سره خبرو کې ومنله چې د دوی فیلډینګ تر دې غوره کیدای شو. خو افغان کیپتان اضغر افغان بیا د چانسونو له لاسه ورکول رد کړل، ان د شعیب ملک د هغه کیچ ډراپ کول یې هم رد کړل کله چې هغه په ۱۱ کې و او توپ د سټومپونو شاته پرېوت.
اضغر وویل” که چیرې ته د ملک په څیر تجربه کار لوبغاړې پریږدې چې خپله لوبه وکړي. همدارنګه بابر او امام هم ډیره ښه لوبه وکړه. موږ په فیلډ کې کمزوري وو او متوسط توپ اچوونکو مو هم ښه لوبه ونه کړه.“
د پاکستان د ټیم کیپتان سرفراز احمد ویلي ” موږ له هغې بڼې چې د جمعې د ورځې لوبه مو پرې وګټله پر ځان باور تر لاسه کړ“ نوموړې زیاته کړه چې لوبډله یې په تیرو څو کلونو کې د فیلډینګ په برخه کې ډېره بهتره شوې ده خو د جمعې د ورځې لوبه کې یې دا وړتیا ونه ښودلی شوه. خو د سرفراز احمد په وینا پر دې سربیره دده ټیم پر افغانستان له بریا وروسته پر ځان نور هم باوري شوی دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.