ټیسټ:هغه توپ اچوونکې چې تر ټولو ډېر توپوهونکې يې په صفر سوځولي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ټیسټ د کریکټ تر ټولو اوږد فارمټ دی چې د کریکټ د تاريخ بنسټ او ريښه بلل کېږي.

د ټیسټ کريکټ لومړنۍ نړيواله لوبه په ١٨٧٧ز کې د اسټراليا او انګلستان ترمنځ ترسره سوه،چې لاهم دا لوبې جریان لري او تاسو خبریاست چې څو ورځې وړاندې نیوزلینډ د هندوستان څخه د ټیسټ لوبو اتلولي هم وګټله.

د ټیسټ په دې کابو ١٥٠ کلن تاريخ کې خورا ډېر ریکارډونه ثبت سوي چې د هغو له ډلې څخه یو ريکارډ موږ درته تشرېح کوو.

20210627 195515985088145263264934 ټیسټ:هغه توپ اچوونکې چې تر ټولو ډېر توپوهونکې يې په صفر سوځولي

راځئ هغه توپ اچوونکې وپېژنو چې د ټیسټ کریکټ په تاريخ کې یې تر ټولو ډېر توپوهونکې په صفر یا انډه سوځولي دي.

١_ جېمز انډرسن_ انګلستان

images 2021 06 27t1952064285889076550850809. ټیسټ:هغه توپ اچوونکې چې تر ټولو ډېر توپوهونکې يې په صفر سوځولي

٣٨ کلن انډرسن په ٢٠٠٣ز کې لومړنۍ ټیسټ لوبه ترسره کړه او وروستۍ یې په ٢٠٢١ز کې د د نيوزلینډ په وړاندې.

نوموړي تر اوسه په ١٦٢ ټیسټ لوبو کې ٦١٧ ويکټې اخیستي دي چې دا لړۍ به لا هم جریان ولري.

انډرسن د هغو لوبغاړو په سر کې دی چې ډېری لوبغاړي يې بې له منډو کولو سوځولي دي.

نوموړي د خپل ټیسټ کريکټ په سفر کې ١٠٥ لوبغاړې په صفر سوځولي دي.

٢_ ګلين مکګرات _ اسټراليا

images 2021 06 27t1950573722110151864427328. ټیسټ:هغه توپ اچوونکې چې تر ټولو ډېر توپوهونکې يې په صفر سوځولي

ګلين مکګرات ١٤ کاله د اسټرالیا لپاره نړیوال کريکټ وکړ او اوس ٥١ کلن دی.

ده لومړنۍ ټیسټ لوبه په ١٩٩٣ز کې د نیوزلینډ په وړاندې او وروستۍ یې په ٢٠٠٧ز کې د انګلستان په وړاندې ترسره کړه.

مکګرات غوره تېز توپ اچوونکی وو او په ١٢٤ ټیسټ لوبو کې يې ٥٦٣ ويکټې ترلاسه کړي وې.

نوموړی په صفر منډو کې د توپوهونکو په سوځولو کې دويم ځای لري او ١٠٤ لوبغاړي يې انډه کړيدي.

٣_ موتيا موراليدرن _ سريلانکا

images 2021 06 27t1949314617894189894588617. ټیسټ:هغه توپ اچوونکې چې تر ټولو ډېر توپوهونکې يې په صفر سوځولي

موراليدرن د ټیسټ کريکټ د توپ اچوونکو یو مثال دی او د سريلانکا کريکټ اوسنی کوچ دی.

نوموړی اوس ٤٩ کلن دی، لومړنۍ ټیسټ لوبه يې په په ١٩٩٢ز کې د اسټراليا په وړاندې او وروستۍ يې په ٢٠١٠ز کې د هندوستان په وړاندې ترسره کړه.

موراليدرن د خپل ټیسټ په ١٨ کلن مزل کې ٨٠٠ ويکټې تر لاسه کړي چې دا د سپينرانو له منځه يو ريکارډ دی.

نوموړي په ١٣٣ ټیسټ لوبو کې ١٠٢ توپوهونکې په صفر سوځولي دي.

٤_ شېن وارن _ اسټرالیا

images 2021 06 27t194714278543670588789094. ټیسټ:هغه توپ اچوونکې چې تر ټولو ډېر توپوهونکې يې په صفر سوځولي

شېن وارن هم د موراليدرن په څېر يو بې مثاله سپینر وو.

شېن وارن د اسټراليا د يو ورځني کریکت پخوانی لوبډلمشر وو، اوس یو ٥١ کلن دی او کمينټراټور دی.

نوموړي لومړنۍ ټیسټ لوبه په ١٩٩٣ز کې د نيوزلینډ په وړاندې او وروستۍ ټیسټ يې په ٢٠٠٧ز کې د انګلستان په وړاندې ترسره کړه.

شېن وارن په ١٤٥ ټیست لوبو کې ٧٠٨ ويکټې ترلاسه کړيدي.

نوموړی په هغه نوملړ کې څلورم ځای لري چې په ټیسټ کې يې تر ټولو ډېر توپ اچوونکې په صفر سوځولي دي.

وارن بیا ١٠٢ لوبغاړي انډه استولي دي .