وروسته تر هغه چې د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ پلویانو پر کانګریس برید وکړ ټویټر د ډونالډ ټرمپ حساب د تل لپاره بند کړ، ټرمپ ټویټر ته په میلیاردونو ډالره ګټه راوړله.
د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ پلویانو د امریکا پر کانګریس برید وکړ او ګڼې ګډوډۍ یې را منځته کړي، چې تر ډېره د حکومت پر ضد وارزول شو او په دې لړ کې پر ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې وشوي.
له هغه برید څو شېبې وروسته ډونالډ ټرمپ پر خپل حساب دوه ټویټه وکړل چې د ټویټر ادارې سمدلاسه ډیلیټ کړل او د ټرمپ حساب یې د لنډې مودې لپاره بند کړ او هغه ته یې خبرداری ورکړ چې که بیا داسې یو پوسټ وکړي چې د خلکو د را پارولو سبب شي حساب به یې د تل لپاره بند کړي.
خو د ټویټر د خوندیتوب برخې تېره ورځ وویل، د ډونالډ ټرمپ حساب یې په بشپړ ډول د تل لپاره بند کړ، دوی ویلي، دا پرېکړه یې د احتمالي، او لا نور تاوتریخوالي هڅوني د مخنیوي لپاره کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر ۸۸ میلیونه څارونکي لرل او تر ډېره یې له دې لارې د سپینې ماڼۍ دریځونه او پرېکړې اعلانولې، چې د نړۍ ډېریو خلکو ته د امریکا د خبري سرچینې په توګه وو.
ټویټر ټرمپ ته دوه میلیارده ډالره ګټه را وړله، د رسنیو په خبره د ټرمپ حضور د ټویټر ادارې ته دوه میلیارده ډالره ګټه رسولې ده.
بل لورته فېسبوک هم تېره ورځ اعلان وکړ چې د نوي ولسمشر جوبایډن د واک د لېږد او د لوړې مراسمو تر پای ته رسېدو به پر فېسبوک او انسټاګرام د ډونالډ ټرمپ حسابونه ځنډېدلې وي.
د ډونالډ ټرمپ اکونټونه داسې مهال تړل کېږي چې د نوموړي پلویانو هم د امریکا پر کانګرېس برید کړی و.
پولیسو ویلي وه چې ۵۰ لاریون کوونکي یې نیولې دي.
امریکایي رسنۍ سي ان ان بیا زیاته کړې وه چې په لاریونونو کې ۴ لاریون کوونکي وژل شوي وه او ګڼ نور ټپيان وه.