لیکنه : عبدالله عادل
د نړی بهترین چټک توپ اچونکی د نسل د غوره توپ وهونکي په مقابل کي توپ وهنه کوي ، د انډیا ټایمز سره په مرکه کي ټنډولکر څرګنده کړې چي ولي نوموړی سټین خوښوي.
ټنډولکر وايي:
”زه باید چي ووایم چي بغیر له کوم شک څخه سټین زما په ۲۴ کلن لوبیز ژوند کي تر ټولو بهترین چټک توپ اچونکی دی چي زه ورسره مخ سوی یم.زما په فکر یو څه چي د نه منلو وړ وه هغه مخکي اوټ سوینګ و کوم څه چي سټین ترسره کول. “
سچن زیاته کړې:
”بل یواځینی کس چي خاص یې د سټین غوندي توپونه ترسره کول هغه جېمز انډرسن وو چي د دواړو د مړوندونو پوزیشن یو ډول وو ، سټين کریس ته چټک داخلیدئ او په دومره سرعت کي توپ ته سوینګ ورکول د نه منلو وړ وه ، هغه په ۱۵۰ کیلومتره پر ساعت توپونه ترسره کول د کومو توپونو مخه کول چي مشکل وو ، کله چي به هغه وغوښتل چي ډېر چټک توپ ترسره کړي همدا به یې کول. “
د ټنډولکر په وینا :
”زما یاد دي د سټین هغه توپ اچونه چي په کپ ټاون کي یې د دریمي ټسټ لوبي پر مهال د سهار پر مهال ماته ترسره کړه هغه لوبه کي ګاتم مورکل ولوبوی او ما سټین ، تقریباً تر یوه ساعت پوري موږ د سټرایک پر بدلولو ونتوانېدو کومي منډي چي مو ترسره کولې هغه د څلوریزو په مټ وې ، زه ویلی سم چي دغه یو ساعت ننګونکی ، مشکله او په زړه پوري وو کوم چي ما په ټسټ کرکټ کي ولوباوه او دا لحظه پرېکړه کوونکې وه. “
سچن ټنډلکر په وروستۍ کي ویلي:
”ما د سټین سره د مقابلي له امله خوند اخیسته او هغه ته د یو په زړه پوري لوبیز ژوند مبارکي وړاندي کوم. “
د دوشنبي په ورځ د جنوبي افریقا لوبغاړي او د نړۍ مخکښه چټک توپ اچونکي ډیل سټین له ټسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه هغه په ټسټ کي ۴۳۹ ویکټي ترلاسه کړي وې چي د جنوبي افریقا لپاره تر ده وړاندي بل کوم لوبغاړي دا کارنامه نده کړې.