د نړۍ اقتصادي ټولنه د مؤثقو او باوري پلټنو په اساس هر کال په بیلابیلو برخو کې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو لیست خپروي.
دلته موږ درته د نړۍ لس ۱۰ بهترین هیوداونه، چې پکې د پوهې او تعلیم کچه لوړه ده، درپیژنو. د نړۍ د هیوادونو د نفوسو ظرفیت، کار، پرمختګ او مهارتونه تر څیړنې لاندې نیول شوي او په پایله کې ترې دا لس هیوادونه راووتي دي.
۱ـ ناروې:
که څه هم ناروې شاید د ژوند په ګڼو نورو برخو کې شاته وي، خو د پوهې او چټک اقتصادي پرمختګ په برخه کې د نړۍ بیساری هیواد دی.
۲ـ فینلینډ:
فینلینډ هم د نړۍ د هغه هیوادونو څخه دی، چې خلک يې د پوهې په لوړه ګڼه سمبال دي او په بیلابیلو برخو کې د پرمختګ نوم لري.
۳ـ سویس:
دا هم دنړۍ له هغه هیوادونو څخه دی، چې خلک يې د مهارتونو په ځای کارولو ډير ښه پوهیږي او پرمختګ کې هم له چا کم نه دي.
۴ـ د امریکا متحده ایالات:
متحده ایالات هم د نړۍ د هغه هیوادونو په لیست کې شامل دی، چې پکې د پوهې او پرمختګ کچه تر نورو لوړه ده.
۵ـ ډنمارک:
ډنمارک کې هم د پوهې او پرمخګت کچه تر نورو لوړه ده.
۶ـ جرمني:
جرمنۍ د نړۍ هغه هیواد دی، چې خلک يې تر بل هر چا په دې ښه پوهیږي، چې څنګه له خپلو مهارتونو کار واخلي. دغلته که څه د پرمختګ کچه ورو ده، خو د خلکو پوهه او استعداد يې د ستایلو دی.
۷ـ نیوزيلنډ:
د پرمختګ په میدان نیوزلنډ له بل هر چا مخکی دی.
۸ـ سویډن:
سویډن هم له چا کم نه دی. ددې هیواد وګړي په دې ښه پوهیږي، چې څنګه له خپلو مهارتونو په سمه توګه کار واخلي.
۹ـ سینګاپور:
سینګاپور یواځينی اسیايي هیواد دی، چې د نړۍ د پوهو هیوادونو په نوملړ کې يې ځان ته ځای پیدا کړی.
۱۰ـ اتریش:
اتریش هم د نړۍ د هغه هیوادونو په نوملړ کې ځای لري، چې په پرمختګ او تعلیم کې بیساري دي.