
ليکنه: مدثر دعوت
په نړۍ کي به مو د ډيرو مينانو کيسې اوريدلي وي.
چا خپلي معشوقې لپاره تاج محل جوړ کړی، څوک ورته په دار سوي،ځينو لاسته راوړې خو ځينو بيا له لاسه ورکړي.
ځيني تر واده وړاندي او ځيني تر واده وروسته مينه پيلوي.
سیدجمال اوس سپين ږيری دی خو د خپلي ميرمني لپاره يې داسي کور جوړ کړی چي د ډيرو نړيوالو پام يې ځانته اړولی.
سیدجمال وايي زما د ميرمني ډير خوښيږي چي د طيارې په سفر کي زما سره ترڅنګ وي.
د نوموړي په خبره له ډيرو کوښښونو وروسته يې داسي کور جوړ کړی چي الوتکي ته ورته دی.
سیدجمال وايي اصلي هدف مي دادی چي ميرمن مي ځان په الوتکه کي احساس کړي او دا مي په نظر کي وه چي په نړۍ کي داسي ميراث پريږدم چي نوی وي.
جمال په ۱۹۹۹ز کال کي د نايجريا په جاس کي چيري چي دده د ماشومتوب خاطرې دي ددې کور د جوړولو کار پيل وکړ،چي لا تر اوسه يې هم ټول کارونه ندي بشپړ سوي.
سيد اوس شپږ اولادونه لري.
د سيدجمال زوی محمدجمال وايي د ۱۲ کلونو په عمر وم چي پلار مي پر دې کور کار پيل کړی.
نوموړی وايي چي د ښوونځۍ څخه به رخصت سولو راتلو به په همدې ساحه کي به مو کارکوی،کيندل به مو کول او وني به مو کښينولې او لا تراوسه هم په رغنيزو چارو کي له خپل پلار سره مرسته کوم.
سيدجمال وايي ددې کور جوړول يوازي د ميني کيسه نده،زه د خپلي ميرمني،ماشومانو او هيواد لپاره داسي څه په ميراث کي پريږدم چي پرې ووياړم او خلک يې په اړه پوښتني وکړي.