
د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره په لومړۍ ټیسټ لوبه کي لومړنۍ ویکیټه تېز توپ اچونکي یمین احمدزي اخیستې.
د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د تېز توپ اچونکي یمین احمدزي د ریکارډ ستاینه کړې.
بورډ د یمین احمدزي په اړه لیکلي:
‹‹يمين احمدزی هغه چټک توپ اچونکی دی چي د افغانستان په ګټه يې په ټيسټ سياليو کې لومړنۍ ويکټ ترلاسه کړې ده. نوموړي د ۲۰۱۸م کال په جون مياشت کي د افغانستان او هندوستان ترمنځ په لومړۍ سيالۍ کي د شېکر دهون ويکټ اخيستې وه.››
افغان کرکیټ ملي لوبډلي تر بشپړ غړیتوب وروسته خپله لومړنۍ نړیواله ټیسټ لوبه په ۲۰۱۸م کال کي د جون له ۱۴مي تر ۱۸مي د هندوستان کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه.
هغه لوبه افغانستان ـ هند ته د ۲۶۲ منډو په توپیر وبایلله.
یاده لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، چي په لومړۍ پاڼۍ کي یې د ۱۰۴،۵ آورونو په لوبولو سره ۴۷۴ منډي جوړي کړې.
خو افغان کرکیټ ملي لوبډلي په لومړۍ پاڼۍ کي ۱۰۹ او په دوهمه پاڼۍ کي یې بیا ۱۰۳ منډي جوړي کړې، چي په دې سره یې له هندوستان څخه په ۲۶۲ منډو توپیر ماته خوړلې وه.
په هغه ټیسټ لوبه کي یمین احمدزي د افغانستان لپاره لومړنۍ ویکیټه واخیستله.
افغان کرکیټ ملي لوبډلي تر هنده راورسته درې نوري نړیوالي ټیسټ لوبي هم د بنګله دېش، ویسټ انډیز او ایرلینډ هیوادونو سره ترسره کړې.
بنګله دېش او ایرلینډ ته افغانستان ماته ورکړه، خو د هند په څېر یې بیا د ویسټ انډیز څخه ماته ومنله.
افغانستان د ټیسټ سیالیو په نړیواله درجه بندي کي نهم مقام لري.