لیکنه/ شمله نادري
قامـوس پوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې د یوه علمي او څرګند میتود پر اساس د هر ډول قاموس لیکنې ترتیب او تدوین ترسره کېږي. قاموس پوهنه په لغت کې د بحر او سمندر په مانا ده او پوهنه د علم په مانا ده او په اصطلاح کې قاموس پوهنه هغه علم چې د قاموس جوړونې لارې چارې راښیي.
قاموس
د قاموس مترادفې کلمې، لکه فرهنگ، وییپانگه، وییزېرمه او داسې نورې دي.
په پارسي کې ورته د فرهنگ، لغت نامه، باور، فکر، لاره او داسې نورې کلمې کارول کېږي.
او په اصطلاح کې د یوې ژبې د لغتونو بېلابېلو معناوو پیدا کول او بیان ته وایي. قاموس په حقیقت کې د ژبې د لغتونو مجموعه ده.
په فرانسوي کې ورته dictionnaire یا دیکشِنِري او په انگرېزي کې ورته dictionary وایي.
بل تعریف یې دا دی: قاموس هغه کتاب دی چې په یوه، دوو او یا څو ژبو کې د لغاتو مانا رېښه، تلفظ اونورو اړوندو معلوماتو د الفبا په ترتیب سره پکې را غونډ او بیان شوي وي.
په قاموسونه کې د لغتونو معناوې په سیسټماټیک او معیاري ډول راځي.
د قاموس تاریخچه/ مخینه
کله چې قرانکریم پر حضرت محمد ﷺ نازل شو خلکو ته یې د قران مانا اوتفسیر پیل کړل، کله به چې څوک پوه نه شول، نو له حضرت محمد ﷺ څخه به یې پوښتنه کوله دا لړۍ د صحابوو او تابعینو په وخت کې هم په همداسې روانه وه، خو کله چې د خلکو شمېر ډېر شو یوې او بلې خواته لاړل، نو د یو بل د خبرو او د قران د ښه پوهېدلو په موخه پوهانو هڅه وکړه چې قاموسه رامنځته کړي، چې خلک د قرانکریم په هر آیت ښه پوه او ورڅخه گټه واخلي، نو له دې ځایه ښکاري چې د قاموس لیکل د قرانکریم له نزول سره سم پیل شوی او تر اوسه جریان لري.
د لغت نامې او قاموس توپیر
ځینې خلک لغت نامه او فرهنگ سره گډوډ کوي، خو دا دواړه دوه جلا نومونه او سیسټمونه دي. په لغت نامه کې یوازې د لغاتو معناوې پیدا کولای شو او په کُلي توگه د یوه ویي مانا را په گوته کوي، خو په قاموس (د لغاتوفرهنگ) کې د مانا ترڅنگ د هغه لغت ریښه او په لغت پورې اړوند نور معلومات هم پیدا کولای شو، لکه، د لغت تعریف، تلفظ یا د ویلو طرز یې چې څنگه کولای شو دا ویی ووایو.
د کلمې جزونه
چې دا کلمه نوم، ستاینوم، فعل اوکه قید دی.
جمع او مفرده بڼه یې
قاموس موږ ته دا هم راښیي چې د دې ویي جمع بڼه څنګه ولیکو.
مترادفې او متضادې کلمې
په قاموس کې موږ د یوه لغت ضد او مترادفې کلمې هم پیدا کولای شو، خو په دې شرط چې دا لغتونه ضد او مترادف ولري.
رسمي او نارسمي بڼې
قاموس موږ ته د هر ويي رسمي او نارسمي بڼې هم را په گوته کوي.
بېلګې:
په قاموس کې د هر ویي د مانا ترڅنگ د هغه ویي لپاره گڼ شمېر بېلگې هم موجودې وي چې دا بېلگې موږ ته د ویي د کارولو ځای راښیي.
د کلمو ریښه
په قاموس کې د ټولو ذکر شویو ټکو تر څنگ موږ ته د یو ویي ریښه هم راښيي.
د کلمو تاریخچه
دا چې دا کلمه څه وخت او د چا په واسطه رامنځته شوې، ولې رامنځته شوې او داسې نور اړخونه یې روښانه کوي.
د قاموس ګټې
د بلې ژبې زدهکړه
هغه کسان چې غواړي بله ژبه زده کړي لومړنۍ لارښود یې قاموس دی. دوی کولای شي چې په قاموس کې د خپلې اړتیا سره سم هغه لغتونه پیدا کړي چې ورته اړین دي، خو دا باید په یاد ولري چې له داسې قاموسونو ګټه واخلي چې د اعتبار وړ وي.
ژباړه
هغه کسان چې ژباړه کوي تل قاموس ته اړتیا لري ډېر وخت له داسې لغتونو سره مخ کېږي چې په کره مانا یې نه پوهېږي او که پوه هم شي نه شي کولای چې په جمله کې یې وکاروي د دې ټولو ستونزو یوازينۍ حللاره قاموس دی.
د قاموس ډولونه
قاموس په عمومي توګه په دوه ډوله دی چې یو یې عمومي قاموس او بل یې تخصصي قاموس (لغتنامه)
د دې ترڅنګ قاموس ځینې نورې کوچنۍ برخې هم لري لکه، د مفاهیمو قاموس، د لغتونو قاموس، د یوې ژبې قاموس، د څو ژبو قاموس او داسې نور.
په پای کې ویلای شو چې د قاموس کارونه د ټولو کسانو په ځانګړې توګه د ژباړوونکو لپاره او هغه کسانو لپاره، چې په بېلابېلو علومو کې څېړنې کوي، اړین کار دی دوی تل له داسې لغاتو سره مخ کېږي چې له قاموس پرته یې مانا پیدا کول شوني نه دي، نو دوی اړ دي چې له قاموسونو ګټه واخلي. له قاموس گټه اخیستل کوم بد کار یا عیب نه دی، ځکه انسان نیمګړی دی، خو شرط پکې دا دی چې وړاندې تر دې چې له قاموسه ګټه واخلي لومړی باید ځان ډاډه کړي چې دا یو کره او جامع قاموس دی هسې نه چې له داسې قاموس څخه ګټه واخلي چې د لغاتو د سمې مانا پر ځای کومه غلطه مانا ولیکي، او دا کار د دې لامل شې چې لیکوونکی د یوه کمزوري لیکوال په حیث و پېژندل شي او شخصیت یې زیانمن شي.