ویسټ انډیز په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي هند مات کړ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د ویسټ انډیز او هندوستان کرکیت ملي لوبډلو ترمنځ  د هند په کوربتوب د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې پرون یکشنبه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره سوه، چي ویسټ انډیز په ۸ ویکیټو هندوستان ته ماته ورکړه.
inbound5279011876615477712 ویسټ انډیز په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي هند مات کړ
د دې لوبي پچه یا ټاس ویسټ انډیز وګاټه او هند ته ئې د توپوهني بلنه ورکړه.
هند په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډيز ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه.
inbound2378657677985259028 ویسټ انډیز په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي هند مات کړ
د هند لپاره پنټ ۷۱، آیر۷۰، جادوا ۴۰، روهیت شرما ۳۶ او جدیجا بیا ۲۱ منډي جوړي کړې.
د هند ۲ لوبغاړي کوټریل، ۲ لوبغاړي کیمو پاول، ۲ لوبغاړي الزامي جیزپ او ۱ لوبغاړی بیا کیرون پولارډ وسوځاوه.
کله چي د ویسټ انډیز توپوهونکي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ئې د هند ورکړل سوی هدف د لوبي په ۴۷،۵ آورونو کي پوره کړ او په دې سره ئې هند ته په ۸ ویکیټو ماته ورکړه.
د ویسټ انډیز لپاره هیتمایر ۱۳۹، شې هوپ ۱۰۲ او پوران بیا ۲۹ منډي جوړي کړې.
inbound1629208205821701579 ویسټ انډیز په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي هند مات کړ
ډیپک چاهار او محمد شامي د ویسټ انډیز یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
د ویسټ انډيز او هندوستان کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ یو ورځنیو لوبو دوهمه هغه ئې راتلونکې چهارشنبه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه ئې بیا راتلونکې یکشنبه ترسره کیږي.
دې دوو هیوادونو تر دې مخکي د ۳ شل آوریزه سیالیو لړۍ هم ترسره کړه، چي یاده لړۍ ۲ پر ۱ هند وګټله.
په یاده لړۍ کي لومړۍ او درېیمه هند وګټلې، خو دوهمه لوبه بیا ویسټ انډيز وګټله.