اسټرالیا، ویسټ انډیز ته د پنځه شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی، لومړۍ شل اوریزه لوبه یې جولای په لسمه سهار څلور بجې په ډیرین سمي لوبغالي کې ترسره کړه.
ویسټ انډیز لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۶ وېکټو په نقصان سره د انډری رسل د ۵۱ منډو په مرسته ۱۴۵ منډې وکړې.
جاش هزل ووډ د اسټرالیا لپاره په ۴ اورونو کې یو مېډن کړ، ۱۲ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
اسټرالیا په ۱۶ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د مېچل مارش د ۵۱ منډو په مرسته ۱۲۷ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۸ منډو ویسټ انډیز ته وبایلله.
د ویسټ انډیز لپاره اوبېډ مکای ۴ او هایډن والش درې وېکټې واخیستې.
د لوبې غوره لوبغاړی اوبېډ مکای وپېژندل شو؛ هغه په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او د اسټرالیا څلور وېکټې یې وغورځولې.
په دې لوبه کې د ویسټ انډیز لوبډلمشري د پولارډ پر ځای نیکولاس پوران مخته یوړله او بریالی هم شو.
دواړه لوبډلې دویمه شل اوریزه لوبه د جولای په ۱۱ مه سهار څلور بجې پیلوي.
ویسټ انډیز له دې وړاندې له سویلي افریقا څخه په دوو ټېسټ او پنځه شل اوریزو لوبو کې ماته خوړلې وه، چې له دې سره یې ځېنې لوبغاړي مایوسه شوي هم وو.
خو د لوبډلې رهبرۍ تر ډېره له رسل څخه ګیله کوله، چې په توپ اچونه او توپوهنه کې نه چلېده او اوس یې د اسټرالیا خلاف فوم راتازه شو ا په ۲۸ توپونو یې ۵۱ مهم منډې وکړې او ډېره پورې یې د لوبډلو په هدف لوړولو کې ستره مرسته وکړه.